Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کونړ کې سږ کال د  شفتالو حاصلات د نورو کالونو پرتله زیات شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/21

د کونړ ولایت کرنې ریاست مشر مولوي عزت الله وايي، په دغه ولایت کې سږ کال د شفتالو حاصلات تر ۹۰۰  ټنو رسېږي،چې دا د تېرو کالونو پرتله زیات دي. 

عزت الله وايي،هڅه کوي بڼ والو شته ستونزې حل کړي،ترڅو په  راتلوونکې کې تر دې ډېر حاصل تر لاسه کړي.

هغه زیاته کړه:« موږ پر  زر جرییه ځمکه د شفتالونو ونې کېنولي دي،چې دې ۶۰۰ جریبه ځکمې بڼوڼو پایله ورکړې. شااوخوا ۹۰۰ ټنه حاصلات بڼ والو لاسته راوړي دي. دا یوه ښه لاسته راوړنه ده. پر ګروندګرو غږ کوم،چې خپلې ستونزې له موږ سره شریکې کړي.» 

د شفتالو بڼ لروونکي بیا وايي، که څه هم سږ کال یې حاصل یو څه ښه دی،خو دبڼونو لپاره درمل او نور د پالنې سیستم منظم نه دی.

دوی همدارنګه د سړو خونو غوښتنه کوي،چې شفتالو په کې د اوږدې مودې لپاره وساتل شي.

دوی وايي، که دولت د شفتالو بڼوڼه لا ډېر کړي، پر کور دننه به یادې مېوې په برخه کې اړتیا پوره شي.

د شفتالو یو تن بڼ لروونکی وايي:«  کله چې د شفتالو حاصل وخت پيل شي، وخت یې ډېر کم وي.نو د دې لپاره وکولای شو، شفتالو وساتلی شو، بازار کې ښه پایله ورکړي، له حکومته مو غوښتنه دا ده،چې سړې خونې راته جوړې کړي.» 

د شفتالو یو بل بڼ لروونکی بیا وايي:« ستونزې ډېرې دي، خو تر اوسه پورې چا راسره مرسته نه ده کړې. دلته په کونړ کې د  درملو کیفیت خراب دی. له موږ سره که دولت همکاري وکړي او درمل راکړي، دا بوټي له مرضونو خلاص شي او حاصل به یې ښه شي.» 

کونړ ته له نورو سیمو راغلي سوداګر وایي،د دې کال میوه ښه ده،خو پر کوردننه مناسب بازار نه لري،چې له امله یې د ګټې دومره تمه نه کېږي.

دوی وايي، که سرحدي لارې پرانېستل شي، کولای شي،د کونړ شفتالو نورو هېوادونو ته یوسي او پر لوړه بیه به یې وپلوري،چې هم به دوی او هم به بڼ لروونکو ته یو څه پر لاس ورشي.

د شفتالو یو تن  سوداګر و ايي:«  له موجوده حکومته مو غوښتنه دا ده،چې شفتالو ته د مارکیټ پیدا کولو په برخه کې کار وکړي،ترڅو کومې میوې چې دي، بهر ته ولېږدول شي.  دا بندرونه چې اوس مهال تړل شوي، باید د خلاصولو لپاره هڅې وشي.» 

له باغونو د شفتالو د راټولولو او نورو اړوندو کارونو لپاره د کونړ په باغونو کې ګڼو خلکو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمینه هم برابره شوې.

خلک وايي، خوښ دي،چې پر کور دننه کار کوي او د نورو خلکو له احتیاج خلاص دي،خو پر وینا یې که شفتالو ته ورته د نورو میو باغونه جوړ شي،د دوی کارونه به دایمي شي.

د شفتالو په بڼونو کې یو تن  کار کوونکی وايي:« زه دلته دغه بڼ ته راغلی یم. دا ډېر ښه بڼ دی، کولای شو، چې یو څو روپۍ وګټو. له نورو ځوانانو مو  هم دا غوښتنه ده،چې راشي دلته کار وکړي. خدای دې کونړ کې بڼوڼه نور هم ډېر کړي، ترڅو د خلکو کار روان شي.» 

ختیځ چې د میوه لروونکو ونو لپاره مناسبې اوبه او هوا لري،خلک وایي که د کرنې برخې ته په کې پوره پاملرنه وشي،د ټول هېواد اړتیا په ډېرو برخو کې پوره کولای شي.

د خلکو په خبره پراخه دښتې همداسې پاتې دي،که د اوبو زمینه ورته برابره شي او باغونه په کې کېنول شي ،له یوه لوري به کرنه پیاوړې او له بل لوري به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist