Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/16

د پنجشېر په پريان او درې ولسوالیو کې پلې لارې، د اوبو ویالې او استنادي دېوالونو یو شمېر پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې. دغه پروژې د نړیوال بانک په مالي تمویل د پنجشیر ځايي مسوولانو تر څار لاندې پلې شوې دي.

پنجشېر والي محمد اغا حکیم وايي: « د دغو زېربنايي پروژو په عملي کولو سره زموږ زرګونه جریبه ځمکه له اوبو برخمنېږی، پاخه شوي سړکونه او لارې هم زموږ خلکو ته سهولتونه برابروي.»

په پنجشېر کې د اکټیډ موسیسې مسوول عبدالقدیر وايي: « په دره او پریان ولسوالیو کې ۶۰ زېربنايي پروژې چې په کې سړکونه، استنادي دېوالونه، ساتونکي دېوالونه، کانالونه، ویالې او کانکرېټي پلې لارې شاملې دي چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۱۰۵ میلیونه افغانۍ کېږي، بشپړې شوې. په دغو پروژو کې ۷۱۰۰ تنو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.»

د پنجشېر کلیو بيارغونې او پراختیا رییس شېرعلي موزون وايي: « یوازې په دوو ولسوالیو کې مو ۶۰ پروژې پلې کړې. له ۱۱۶ میلیونه افغانیو ډېرې پيسې پر دغو پروژو ولګول شوې.»

ځايي چارواکي د پلان له مخې راتلونکی کال په پنجشېر کې د سلګونو نورو بنسټیزو پروژو د پیلولو خبر هم ورکوي او وايي، ۱۰۰ پروژې خلکو ته د څښاک اوبو برابرولو لپاره ځانګړې شوې دي.

پنجشېر والي محمد اغا حکیم وايي: « نورې پروژې چې په پلان کې نیول شوې، ۱۰۰ پروژې په کې د څښاک اوبو دي چې تر کار لاندې دي. همدارنګه نږدې راتلونکي کې به سلګونه نورې پروژې هم پنجشېر ته راشي.»

د پنجشېر کلیو بيارغونې او پراختیا رییس شېرعلي موزون وايي: « را روان ۱۴۰۵ کال کې به پنجشېر کې له ۲۰۰ ډېرې پروژې ولرو.»

د پنجشېر اوسېدونکي بیا د تازه پلي شویو پروژو له امله خوښ دي او زیاتوي چې پر مټ به یې د تګ راتګ او کرنې برخه کې ګڼې ستونزې حل شي.

د پنجشېر اوسېدونکی غلام یحیی اکبري وايي: « تېر کال د کار، بیارغونې او آبادۍ لپاره ډېر ښه کال و او زموږ ګڼ ځوانان په کار بوخت شول. همدارنګه د لارو، پلونو او پلچکونو، کانالونو او اوبو بندونو په برخه کې ښه سهولتونه رامنځته شول؛ موږ له دغو پروژو خوښ یو.»

د پنجشېر اوسېدونکی نثار احمد وايي: « موږ له دغو پروژو خوښ  یو، له دې وړاندې زموږ لارې د پلي تګ لپاره وې، خو اوس پرې موټر تګ راتګ کولی شي. د دغو پروژو پلي کېدلو زموږ د خلکو ګڼې ستونزې رفع کړې دي.»

له لسيزو راهيسې په پنجشېر کې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی تر دې حده دی چې ان ولايتي روغتون هم نه لري، خو تازه يې والي منظوري ترلاسه کړې او وايي، راتلونکی کال به يې د جوړولو چارې پيل شي.

د پنجشېر والي دغه راز وايي، د پارندې برېښنا بند جوړېدو ترڅنګ به په دې ولایت کې د برېښنا ځينو نوو بندونو په جوړولو سره لس مېګاواټه اضافي برېښنا هم ترلاسه شي.

پنجشېر والی محمد اغا حکیم په دې اړه وايي: « پنجشېر ولایت ولایتي روغتون نه لري، د دې روغتون د جوړولو منظوري راغلې، ځای ورته ځانګړی شوی او راتلونکی کال به جوړ شي.»

د چارواکو په خبره، په پلان کې ده چې د پنجشیر لوړو زده کړو دولتي موسسه د پوهنتون کچې ته لوړه شي.

ځايي چارواکي زیاتوي، د افغانستان خلکو معیشتي او ټولنیز ملاتړ برنامې ترعنوان لاندې په تېر یوه کال کې د پنجشېر په پریان او درې ولسوالۍ کې ۶۷۷ مستحقو کورنیو سره د څه باندې ۷ ميلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کړې او همدا راز يې ورته د عایداتي سرچینو په برابرولو سره نږدې څلورنیم سوه بېوزله کورنیو ته ۴۹۳۹ چرګان وېشلي چې لګښت یې ۴.۲ ميلیونه افغانۍ کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist