Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پنجشیر کې د جګړې دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي

admin by admin
2021/09/05

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له رخې ولسوالۍ او بازارک پرته یې د پنجشیر ټولې ولسوالۍ نیولي دي.

 مجاهد وايي، اوس یې ځواکونه د روخې ولسوالۍ او بازارک مرکز پر لور د پرمختګ په حال کې دي او په خبره یې ژر به د پنجشیر مسله یو طرفه شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «په پنجشیر کې یوازې روخه ولسوالۍ او مرکز پاتې دی. نور ټول پنجشیر تصفیه شوی دی او وضعیت د ډاډ وړ دی او لنډ وخت کې به ټول پنجشیر ونیول شي.»

په ورته وخت کې له پنجشیره په بیا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغه ولایت کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او نوي عرادې زغروال ټانګونه او شااوخوا نهه سوه طالبان یې ژوندي نیولي دي.

خو مجاهد بیا د خپل لوري تلفات ردوي او وايي، مخالف لوري ته یې تلفات اړولي او ګڼ شمیر داسې وسلې یې ترې نیولي، چې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې نه وې کارول شوې او لرې واټن ویشتونکي توغندي هم په کې شامل دي .

هغه وايي، له هغې وروسته چې پوه شول، مذاکرات نتیجه نه ورکوي او مقابل لوری پرجګړې ټینګار کوي، عملیات یې پلان کړل .

مجاهد زیاتوي: «موږ چې کله ولیدل،خبرې او مذاکرات نتیجه نه ورکوي او دوی زور وايي او هغه خبرې کوي چې د دوی له سویې پورته دي. یاهم داسې څه وايي، چې ممکن نه دي او وخت یې هم نه دی نو موږ اړ شو، چې عملیات پیل کړو، ځکه چې افغانستان واحد هېواد دی. موږ نه شو کولای چې جلا جزیره وساتو او هغوی لپاره امتیازات ورکو، ځکه چې دا کار د ټولو ملي ګټو او ملي یووالي خلاف دی.»

مجاهد وايي، هغه روسۍ درنې وسلې چې شل کاله وړاندې د امریکا د ډي ډي ار له پروسې په پنجشیر کې پټې ساتل شوي، اوس  له طالبانو سره د مقابلې لپاره راېستل شوې وې، چې د وروستیو جګړو پرمهال د طالبانو لاسته لوېدلي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist