Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پر سپین بولدک د پاکستان پوځي رژیم د برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/07

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو د وړمې شپې په نښته کې چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې رامنځته شوه، ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په سپین بولدک ولسوالۍ کې سیمه ییز چارواکي وايي، د تېرې شپې په نښتو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د دوی په وینا، د پاکستاني ځواکونو برید نه یوازې ملکي وګړو  ته مرګ ژوبله واړوله بلکې د سیمې  عام  خلک یې ووېرول او ګڼې کورنۍ اړ شوی چې خپل کورونه پریږدي.

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ د اطلاعاتو آمر حافظ علي محمد حقمل وايي: « وحشي دښمن د شپې لس بجې برید وکړ، ملکي تأسیسات او د خلکو کورونه یې په نښه کړل. د دې بریدونو له امله پنځه تنه ملکي وګړي شهیدان او پنځه نور ژوبل شوي دي. همدارنګه په دغو بریدونو کې د خلکو لسګونه کورونه ویجاړ، وسایط او شتمنۍ یې له منځه تللې دي.»

بله خوا، د سیمې عام خلک وايي چې د جګړې پر مهال پاکستاني ځواکونو د دوی کورونه د هاوان په مرمیو ویشتلي او دوی ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د سیمې یو اوسیدونکی چې په نښته کې یې د کورنۍ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې وايي،په دغو نښتو کې د سیمې اوسېدونکي وېرولي او دوی یې اړ کړل چې خپل کورونه پرېږدي.

د قرباني شوې کورنۍ یو تن غړی نصرالله وايي: « زما د کاکا زوی په دې جګړه کې ژوبل شو، بیا مې کندهار ته یوړ، خو هلته یې روغتون کې ساه ورکړه.»

د پاکستان د بریدونو له امله یو بل زیانمن شوی محمود خان وايي: « زه د مازل کلي اوسېدونک یم، زما یوه د کاکا لور او د کاکا زوی ټپیان شوي، کور مو ویجاړ شوی او موټر مو له منځه تللي.»

د سیمې اوسیدونکو  په وینا، د وړمې شپې نښته د پاکستاني ځواکونو په ډزو سره پیل شوه چې څو ساعته یې دوام درلود.

دوی له پاکستاني ځواکونو څخه وغوښتل چې عام خلک دې نه په نښه کوي.

د سپین بولدک اوسېدونکی نوید احمد وايي: « د جګړې پرمهال موږ په کور کې بند پاتې وو، حال دا چې هاوانونه او درنې مرمۍ راتللې. دلته ټول ملکي وګړي اوسېږي او کورونه یې په نښه شوي دي.»

د سپین بولدک یو بل اوسېدونکی حبیب الله وايي: « د شپې په لس بجې یې د عامو خلکو پر کورونو برید وکړ. دا څووم ځل دی چې دوی پر ملکي کورونو بریدونه کوي او زرګونه کسان له کورونو بېځایه کوي.

له کله راهیسې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ د پولې په اوږدو کې څو څو ځله وسله والې نښتې شوې.

سپین بولدک ولسوالۍ هم یوه له هغو سیمو څخه ده چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د څو څو ځله نښتو  کوربه ده. 

دا نښته وروسته له هغې رامنځته شوه چې په سعودي عربستان کې د کابل او اسلام اباد د استازو ترمنځ وروستۍ خبرې بې له کومې نتیجې پای ته ورسېدې.

د ځینو سرچینو په وینا، په دې خبرو کې چې د ریاض په منځګړیتوب وشوې، دواړو لوریو لږ تر لږه دومره موافقه وشوه چې اوربند به دوام مومي او دوی به د خبرو له لارې د موجوده ستونزې د حلولو هڅه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist