Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان او ترکیې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدوغوښتنه کړې

پاکستان او ترکیې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدوغوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/15

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر په اړه اعلامیه خپره کړې.

د اعلامیې په یوه برخه کې افغانستان ته په اشارې ویل شوي، د ترکیې او پاکستان د چارواکو ترمنځ لیدنه کې دواړه خواوو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.

اعلامیه زیاتوي، د لوړې کچې سټراټیژیکې همکارۍ شورا په اوومه ناسته کې، دواړو خواوو د یوه باثباته او سوله ‌ییز افغانستان د ملاتړ غوښتنه هم کړې.

د اعلامیې یوه : « دواړو هېوادونو د یوه سوله ‌ییز او باثباته افغانستان د ملاتړ، د دوامداره، همغږې او اساسي ښکېلتیا له لارې د سرپرست حکومت سره د ترهګرۍ ضد مبارزې او له افغانانو سره د یوه باثباته راتلونکي په جوړولو کې د نړیوالو هڅو د لا پراختیا ملاتړ ښودل شوی. د دې ترڅنګ دواړو خواوو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر رامنځته کېدو او د بنسټیزو حقونو، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي پر ارزښت ټینګار کړی.»

اعلامیه دغه راز له ترهګرۍ سره مبارزه اړینه بولي او د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي چې اجازه ورنه کړي ترڅو افغانستان د ترهګرۍ پر خوندي پټنځای بدل شي.

د اعلامیې یوه: « دواړو خواوو په دې هم ټینګار وکړ چې افغانستان باید بیا ځل د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل نه شي. اړتیا ده چې افغان سرپرست حکومت د داعش خراسان ډلې سره چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ بندیزونو په لېست کې شامله ده، پر وړاندې یې اړین ګامونه پورته کړي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه مرتضی مطهري وايي: « په دې اړه د پاکستان او ترکیې هېوادونو ادعا چې ګوندې تروریستي ډلې په ځانګړې توګه القاعده او داعش په افغانستان کې نفوذ او حضور لري، په بشپړه توګه ناسمه ادعا ده. تر اوسه هېڅ یوه ترهګره ډله د افغانستان په هېڅ یوه ولسوالۍ کې حضور نه لري، هېڅ ډول مشخصه پایګاه او جغرافیه نه لري چې ځواک داسې ادعا وکړي. د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه داعش او القاعدې اصلي ځای او ملاتړی پاکستان او ترکیه هېوادونه دي. ترکیې په سوریه کې د داعش له ودې سره ډېره مرسته وکړه، میلیونونه ډالر یې پرې ولګول او هغه ګاز، تېل او نفت د ترکیې له خوا پېرل کېدل چې داعش په سوریه کې استخراج کول. همدارنګه پاکستان هم د دغو ډول لپاره ښه همکار و او دی او خپلې ټولې پولې یې د ترهګرو ډلو په واک کې ورکړې دي.»

د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان له خوا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.

د دوی په وینا، پاکستان چې تل په سیمه ‌ییزه او نړیواله کچه د ترهګریزو ډلو د پالونکي او روزنکي هېواد په توګه پېژندل شوی او له دې درکه یې خپلو ګټو ته د رسېدنې هڅه کړې، په کار ده چې دغه هېواد پر افغانستان د ترهګرۍ د تور لګولو پر ځای خپله د ترهګرۍ له روزنې لاس واخلي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم وايي: « په استعمارګرو هېوادونو کې داسې یوه مساله رامنځته کېږي چې هرڅوک د خپل حق  غوښتنه وکړي، هغوی ته ترهګر وېل کېږي. د مثال په توګه، ترکیه کې کردستان په اصل کې یو هېواد و چې بریټانوي استعمار په څلورو برخو ټوټه کړ، ایران، ترکیې، عراق او سوریې ته یې ووېشه. اوس چې دوی د خپل حق لپاره غوښتنه کوي، تروریستان ورته وايي. دغه شان په پاکستان کې هم که پښتانه، سندیان، بلوڅان او کمشمیریان خپل حق وغواړي، دوی ته هم تروریستان وايي.»

د سیاسي چارو شنوونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « د نظام او حکومت موضوع د افغانستان د خلکو کار دی او خپله یې فیصله کوي، نه ګاونډي او نړيوال هېوادونه. ترورېزم هېڅکله په افغانستان کې ځالې نه لرلې او نه یې اوس لري. پاکستان باید پوه شي چې د ترورېزم ځالې له ډیورنډ کرښې ها خوا دي او باید هملته ورسره مبارزه او جګړه وشي.»

که څه هم اسلامي امارت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې د ټي.‌ټي.‌پي ستونزه د پاکستان کورنۍ موضوع بللې او له دې هېواده یې غوښتي چې پر افغان لوري د ورته تورونو پرځای د خپل هېواد پرامنیت ساتلو تمرکز وکړي.

د اسلامي امارت سرپرست حکومت دغه راز په ځلونو د داعش خراسان ډلې سره مبارزه جدي او بریالۍ بللې او زیاتوي چې نه پرېږدي افغان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد وکارول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist