Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

وېسټ:م.م کې د افغانستان دایمي څوکۍ او کنګل شوې پانګې ازادولو پرسر خبرې ناممکنې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/03/06

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دڅوکۍ د ورکړې ، دکنګل شوې پانګې او د سیاسي تعامل پر سر له افغان حکومت سره خبرې ترهغې ناممکنې دي،چې د رسمیت ترلاسه کولو او یو شمیر نورو مسایلو په برخه کې چې په دې تړاو یې زیات جزئیات نه دي ورکړي عملي ګامونه نه وي اخېستي .

اسلامي امارت بیا له وړاندې ویلي، د رسمیت پیژندنې لپاره یې ټول هغه معیارونه چې اړتیا ده پوره کړي دي او کنګل شوې پیسې د افغانانو حق دی او باید ورکړل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نړیوالو بندیزونو، د پانګې کنګل او پر بانکونو لګېدو بندیزونو اغیزې لاهم محسوسې دي .

مجاهد زیاته کړې:« نړیوال بندیزونه دي، زموږ پانګه د امریکا له خوانه بنده شوې ده موثرې مرستې هم نه دي شوې،  بانکونو باندې هم بندیزونه دي،چې  خپل تاثرات لري.» 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، امریکا باید د افغانستان په تړاو خپله اوسنۍ پالیسي بدله کړي او افغان لوري سره دې مخامخ خبرې پیل کړي.

د دوی په باور د نړیوالو قوانینو پر اساس دا د افغانستان حکومت حق دی،چې ملګرو ملتونو کې شته څوکۍ یې ورکړل شي. 

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« غوره لار داده،چې امریکا دې د افغانستان په تړاو خپلې ستراتیژۍ ته بدلون ورکړي. د افغانستان له ملت سره دې مخامخ خبرې وکړي، د نړیوالو قوانینو ترسیوري لاندې باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورسپارل شي، دا یې مشروع نړیوال حق دی.» 

ځینې نور بیا د اوسني بد اقتصادي وضیعت پر افغانستان د امریکا او نړیولو فشارونو او بندیزونو پایله ګڼي.

دوی وايي، د هر  ډول بحران مسوولیت امریکا ته ورګرځي او باید خپل بندیزونه لرې کړي او بېلا بېلو برخو کې له اوسني حکومت سره مرسته وکړي.

دغه راز دوی وايي، امریکا باید له افغان حکومت سره سیاسي تعامل ته لاړه شي او  له دې پرته بله لار نشته ده. 

 د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« کوم وضعیت چې نن په افغانستان کې حاکم دی،د دې مسوولیت د امریکا پر غاړه دی. امریکا د افغانستان لپاره نور خپل بندیزونه وضع نه کړي لکه څنګه چې یې له تیرو حکومتونو سره مرستې کولې،له اوسني حکومت سره دې هم تروریزم سره د مبارزې او د فقر په برخه کې مرستې وکړي او تعامل دې ورسره ورړي له دې پرته بله لار نشته.» 

په ورته مهال د امریکا ځانګړي استازي بیا دا هم ویلي، هڅې یې پیل کړي،چې د افغانانو ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل کړي او خپل منځنۍ ستونزې یې له همدې لارې حل شي.

خو کتونکي په دې باور دي،چې په اوسنیو شرایطو کې نړۍ ته په کار ده،چې افغان ولس د خپلو سیاسي لوبو قرباني نه کړي او پر افغانستان ټول لګيدلي اقتصادي او سیاسي بندیزونه لرې کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

سپتمبر 22, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist