Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشرغني: ننګرهار به په اقتصادي نقطه بدل کړم

admin by admin
2020/03/03

ولسمشر محمد اشرف غني وایي ننګرهار به په اقتصادي مرکز بدل کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې پر ورځ د یو جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هېواد ختیځ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او ددغه ولایت له والي، امنیتي مسوولینو، ولایتي شورا غړو، ځوانانو او قومي مشرانو سره یې ولیدل.

ولسمشر ننګرهاریانو سره ژمنه وکړه، چې په راتللونکو پنځه کالو کې به ننګرهار ته ځانکړې پاملرنه وکړي او دغه ولایت به په اقتصادي نقطه بدل کړي.

ولسمشر غني په غونډه کې وویل  چې په ګمبیري دښته کې د لوی ننګرهار لپاره بین المللي هوايي ډګر جوړل، کونړ ته په اساسي شکل استنادي دیوالونه او د کانال پروژې د حاصلاتو د تولید لپاره نړیوال بازار موندنې لپاره لاس په کار شوی.

خو د غونډې د ګډونوالو نیوکه دا وه چې د لوی ننګرهار خلکو تل د نظام جوړولو  او بریالي کولو کې رغنده رول لوبولی خو وروسته هیر شوي دي.

ولسمشر هم ومنله چې په وسله وال پوځ کې د ختیځ ځوانان تر بل هر ولایت ډېر او اغیزمن دي.

ولسمشر غني داسې وویل (( دا د ویاړ او خوښئ ځای دی چې لوی ننګرهار د پوځ په لیکو کې پراخ سرتیري لري او د افغانستان عزت ساتي. دا مه هیروئ چې کمانډو او ځانګړي قطعات مو په سیمه کې بې‌ساري دي او وطن سره پاکه مینه لري.))

د خلکو استازو سربیره د ننګرهار والي هم هغه غوښتنې له ولسمشر سره شریکې کړې چې د لوی ننګرهار خلک يې لري.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل داسې وویل (( د ننګرهار خلک د برښنا برخه کې ستونزې لري او غوښتنه همدا ده چې کافي برښنا دې ورته برابره شي. موږ درې سوه میګاواټه سولري برښنا وړاندیز کړې ده. که دا دوه سوه او یا یو نیم سل هم وي ښه به وي خو چې ژر وشي. د اوبو مهار دی او همدا ډول د اوبو شبکه ده.))

ولسمشر تر ډېره په دغې غونډه کې پر بیا رغونې خبرې درلودې خو سوله او ټاکنې دوه هغه مسایل دي چې پراخې نانندرې یي راپورته کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist