Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات ښار کې پر یو شمېر سړکونو د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

هرات ښار کې پر یو شمېر سړکونو د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/09

هرات ښار چې په کې یوازې د ۵ زره رېکشو د تګ راتګ ظرفیت شته، خو اوس په کې شاوخوا ۱۰۰ زره رېکشې چلېږي.

د نقليه وسايطو او په ځانګړې توګه د رېکشو دې بې ‌ساري زياتوي له امله په ښار کې ګڼه ګوڼه خورا زياته شوې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

تازه د هرات ټرافیکو مدیریت وایي، د ښار پر مرکزي سړکونو چې د مستوفیت له څلورلارې پیل تر خواجه کله سیمې پورې رسېږي، د رېکشو پر تګ راتګ بندیز لګېدلی او غواړي له دې وروسته هرات ښار کې د رېکشو د وارداتو او بسته بندۍ مخنيوی هم وکړي.

د هرات ټرافیکو مدیر شېرمحمد حجازي وايي: « هرات ښار نور د رېکشو ظرفیت نه لري. دلته ۵۰۰۰ رېکشې ثبت شوې دي، خودا هم ښار ته په کتو ډېرې دي. دا مهال هرات ښار کې شاوخوا ۱۰۰ زره رېکشې چلېږي چې له حده زیاتې دي.»

د نقلیه وسایطو ترڅنګ، د سړکونو پر سر د غیرمعیاري تمځایونو او پارکینګونو شتون هم د تګ راتګ پرمهال  خلکو ته ستر سرخوږی جوړ کړی.

د هرات ښاروالۍ مسوولان وایي، د نظم ټينګښت لپاره ياد تم ‌ځايونه تړي، خو له موټر چلوونکو هم غواړي چې د سړکونو پر سر دې موټر نه دروي.

د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رییس عبدالاحد رحماني وايي: « د ښاري نظم او انسجام کمیسیون صلاحت لري چې له پارکېنګ نیولې تر رېکشاګانو، زرنجانو او موانعو پورې له مخې لرې کړي. همدارنګه هغه تم ځایونه چې په غیر معیاري توګه جوړ شوي، ټول به له منځه یوړل شي. له خلکو غوښتنه کوم چې خپل نقلیه وسایط په معیاري او خوندي پارکېنګونو کې ودروي.»

د هرات اوسېدونکي دلته د نظم ټینګښت او ګڼه ګوڼې کمښت په برخه کې د اړوند مسوولینو هڅې ستايي او د ورته پروګرامونو په دوام، د ښاري سړکونو پر پراختیا ټینګار کوي.

د هرات اوسېدونکی میرویس راشد وايي: « که تاسو ښار ته یو نظر وګورئ، وبه وینئ چې لارې ټولې د رېکشاګانو او درې ټایره وسایطو له خوا بندې شوې دي. که ښاروالي دغه شان پروګرامونو ته ادامه ورکړي، ښار به ورسره منظم او تګ راتګ به اسانه شي.»

د هرات اوسېدونکی احمد وايي: « که پارکېنګونو ته مناسب ځایونه جوړ شي او د ښار له مخې پاک شي، دا به ډېر ښه وشي. همدا اوس شل سلنه پارکېنګونه د سړکونو پر سر، د رسټورانټونو مخې او نورو نا مناسبو ځایونو کې جوړ شوي دي.»

د هرات ښاري نظم او انسجام کمیسیون مسوولینو په خبره، هرات ښار کې به د سړکونو پر سر اېښودل شوي موانع هم لرې کړي، ترڅو ښار کې خلګو ته تګ راتګ اسان شي. دوی د دې پلانونو پلي کولو په برخه کې د ښاريانو پر همکارۍ ټینګار کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist