Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مک کېنزي: افغانستان کې د القاعدې ګواښ ورځ تر بلې زیاتیږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/12

د امریکا د مرکزي قومندې قوماندان کېنټ مک کېنزي له اسوشیټیډ پریس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو بهرني وسله‌ وال ور مات شوي او اندېښنه یې ښودلې چې القاعده شبکه به په دې هېواد کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

مک کېنزي زیاتوي:« القاعده په افغانستان کې خپل شتون او پیاوړتیا ورځ تر بلې زیاتوي او پراخوي یې. ترهګر د افغانستان له پولو دغه هېواد ته ننوځي او دا کار په معمول ډول دوام لري.»

خو د ا فغاستان اسلامي امارات بیا دا ادعاوې ردوي او افواهات یې بولي او زیاتوي،چې د افغانستان ټول سرحدات د امارت ځواکونو ترجدي څار لاندې خوندي دي.

د اسلامي امارات د ویاند  مرستیال بلال کریمي وايي:«اسلامي امارات له خپلو ځمکنیو حقایقو تر هرچا زیات خبر دي. دا موږ ردو،ځکه زموږ د هېواد پولې تر هر بل وخت اوس ډېرې خوندي دي. د اسلامي امارات مجاهدین پر ټولو سیمو حاکم دي او هېڅ داسې ډله نه شته دی.»

مک کېنزي د ترهګرو پر وړاندې د طالبانو پر مبارزې هم شک ښودلی او تور یې پورې کړی  دی،چې طالبان تر اوسه پورې خپل منځي جنجالونو کې ګېر دي.

مککېنزي زیاته کړې:«موږ به راتلونکې دوه میاشتې هم وګورو،چې طالبان له القاعدې سره د مبارزې په برخه کې څه کوي. خو ګومان نه کوم،چې طالبان دې دا کار وکړای شي،ځکه هغوی پخپل منځي مذاکراتو او مسایلو کې بوخت دي.»

مک کینزي وايي، القاعده به تر راتلونکو دوه کلونو دومره پیاوړې شي،چې له افغانستانه بهر بریدونه وکړي،خو اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي،د دوحې هوکړې عمل ته ژمن دي او چاته اجازه نه ورکوي،چې له افغان خاورې ګواښ پیښ کړي.

کریمي زیاتوي:«اسلامي امارت سنجیده او خپلو تعهداتو ته ژمن دی او لکه څنګه چې یې د دوحې په هوکړه لیک کې ډاډ ورکړی وو،چې د افغانستان خاوره به د چا په ضرر نه تمامیږي. هماغه تعهد ته اسلامي امارت ژمن دی.»

اسلامي امارات داسې مهال د امریکايي نظامي چارواکي خبرې ردوي،چې په تېرو درې میاشتو کې د کابل په ګډون یو شمیر نورو ښارونو کې  د داعش ډلې ستر بریدونه ترسره کړل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist