Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مولانا فضل الرحمن: پاکستان د افغانستان په اړه ناکامه پالیسي غوره کړې

مولانا فضل الرحمن: پاکستان د افغانستان په اړه ناکامه پالیسي غوره کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/02

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د افغانستان پر وړاندې د پاکستاني  ریاست په تېرو او اوسنيو پالیسیو سختې نیوکې کړې او تر پوښتنو لاندې یې راوستې دي.

مولانا فضل‌الرحمن د يک‌ شنبې په ورځ د خیبرپښتونخواه په مردان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان په اړه د پاکستان پوځي رژیم پالیسي ناکامه بللې. هغه دغه تګلاره ځکه تر پوښتنې لاندې نیولې چې په خبره یې، له جوړېدو راهیسې یې پاکستان نه دی توانېدلی چې افغانستان د ځان ملګری کړي.

نوموړي ویلي، پاکستان د همدې ناسمو سیاستونو په دوام په تېرو شلو کلونو کې د امریکا ترڅنګ درېدلی، خو اوس د ملامتیا ګوته مقابل لوري ته نیسي.

د پاکستان د جمعیت علما‌ی اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن زیاته کړې: « د افغانستان پر وړاندې مو روانه پالیسي ناکامه ده؛ ځکه چې ۷۸ کاله تېر شول، خو پاکستان په دې اوږدې مودې کې  ونه توانېده چې افغانستان خپل ملګری کړي. موږ د پاکستان ترڅنګ د یوه ملګري افغانستان موجودیت ته سخته اړتیا لرله. موږ د شوروي پوځ پر وړاندې جهاد کې د هغوی ترڅنګ ودرېدو، خو له امریکا سره د جګړې پرمهال موبیا د امریکا خوا ونیوه. وروسته مو ښايي له هغوی سره څه کړي وي، خو اوس ټوله ملامتیا پر هغوی اچوو. زه دا نه وایم چې مقابل لوری به نیمګړتیاوې نه لري او دا هم نه وایم چې زموږ ټول شکایتونه ناسم دي، خو نیوکه دا ده چې ولې مو ونه کړای شول د ډېپلوماسۍ له لارې دا هېواد ځان ته رانږدې کړو؛ زموږ ډېپلوماسي ولې ناکامه ده؟»

مولانا فضل‌الرحمن د پاکستان پر سټبلېشمنټ یا پوځ له دې کبله هم تنده نیوکه کړې چې په خبره يې د ډیالوګ پر ژبه نه پوهیږي او ټول تاریخ یې پر جګړه ‌ییزې پالیسۍ ولاړ دی.

هغه له کابل او اسلام‌اباد غوښتي چې د جګړې په ځای خبرو ته کېني او د دښمنۍ په ځای ملګرتیا ته لار هواره کړي.

مولانا فضل‌الرحمن دغه راز ویلي: « موږ د جګړې خلاف یو، د دواړوهېوادونو ترمنځ باید جګړه نه وي. هغه پاکستان ضد وسله‌والې ډلې چې دامهال په دې هېواد کې پر جګړه بوختې دي، هغه هم باید دلته د امن لپاره په خپلو کړنلارو کې بدلون راولي. وسله ‌والې ډلې باید جګړه ودوروي او افغانستان هم باید په دې برخه کې مرسته وکړي. زه له همدې ځایه پر دواړو هېوادونو غږ کوم چې پر خپلو پالیسیو له سره غور وکړي او د دښمنۍ په ځای د ملګرتیا پیاوړو اړیکو خواته لاړ شي.»

نوموړی دا هم وايلي چې د تېر۲۰۲۴زېږدیز کال په جنوري کې افغانستان ته د سفر  پرمهال له اوسنیو افغان چارواکو سره پر ډېرو ګډو مسایلو  خبرې کړې وې چې پرمختګ یې په کې کړې و، خو په خبره یې، د پاکستان پوځي رژیم پر دې هرڅه خاورې واړولې.

د چارو شنونکي هم د دې خبرو په تایید سره وايي، پاکستان د موجودیت فلسفه پر همدې ناسمو او غلطو پالیسیو بنا شوې او له دې پرته نه شي کولی ان د لنډې مودې لپاره هم خپله بقا تضمین کړي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « پنجاب داسې فکر کوي چې د انګرېزانو د استعمار میراث خور دوی دي. دا چې پخوا د افغانستان بهرنۍ پالیسي د انګرېزانو لاس کې وه، اوس پنجاب غواړي دا رول دوی ولوبوي او په کابل کې داسې ګوډاګی حکومت ولري چې  د دوی هره غوښتنه ومني. دا غیر منطقي غوښتنه ده او ترهغو چې پاکستان دا ډول تفکر لري، له افغانستان سره به یې اړیکې هېڅکله ښې نه شي.»

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن  له دې وړاندې هم د پاکستان له لوري ډیورند فرضي کرښې ته د رسمي پولې نوم ورکړه یواړخیزه پرېکړه بللې وه چې په وینا یې، هېڅکله به د افغانانو د تایید وړ نه ګرځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist