Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د طبیعي پېښو کمولو نړیواله ورځ؛ یوناما له افغانستانه د نړیوالو ملاتړ غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: پر افغانستان د پاکستان بریدونه له نړیوالو اصولو سرغړونه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/27

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم وروستيو بریدونو ته چې په کې ښځې او ماشومان شهیدان شول، توند غبرګون ښودلی.

یوناما ویلي، د پاکستان دغه بریدونه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او پاکستان باید نړیوالو قوانینو ته په جدي توګه پام وکړي.

په دې اړه د یوناما په اعلامیه کې راغلي: « د افغانستان په درېيو ولایتونو خوست، پکتیکا او کونړ هوایي بریدونو لږ تر لږه د ۱۰ ولسي وګړو ژوند اخیستی او ۶ کسان نور ټپیان دي. په دې قربانیانو کې اکثریت یې ماشومان دي. یوناما یو ځل بیا په مقابل اړخ غږ کوي چې نړیوالو قوانینو ته جدي پام وکړي او ولسي خلکو ژوند ته زیان ونه رسوي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم دا غږ بدرګه کړی او ویلي یې دي چې پاکستان باید نړیوالو قوانینو او د ولسي خلکو ژوند خونديتوب ته جدي پام وکړي.

ريچارډ بېنېټ زیاته کړې، پاکستان باید نړیوالو قوانینو او د عامو خلکو ژوند ته پام وکړي او له افغانستان سره خپلې ستونزې د بريدونو پر ځای، د خبرو له لارې حل کړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی دغه راز ویلي: « د یوناما له خوا دا خبر تکرارول چې نړیوالو قوانینو ته باید جدي پام وشي، څو د ولسي خلکو ژوند وژغورل شي، یوه مهمه اړتیا او غوښتنه ده. پاکستان او افغانستان باید د خبرو مېز ته راوګرځي. ستونزې باید په تاوتریخوالي حل نه ‌شي.»

شنونکي هم د پاکستان پوځي رژيم له لوري شوي بريدونه د توجیه وړ نه بولي بلکې جنايت یې بولي او بشري حقونو له نړيوالو مدافع بنسټونو او اسلامي هېوادونو غواړي چې د پاکستان د ورته جنايتونو مخنيوی وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الله جامع وايي: « د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي بریدونه تر ټولو ناوړه ترهګري ده. دا برید د نړیوالو اصولو، منشور او قوانینو له پلوه د غندلو وړ او سرغړونه ده. نړیواله ټولنه، د نړۍ ستر هېوادونه او اسلامي هېوادونه مسوولیت لري چې پاکستان په سیمه کې له نا امنیو خپرولو او د کرايي ماموریت له سرته رسولو را وګرځوي.»

د پاکستان پوځي رژیم د نومبر په ۲۵مه د شپې پرمهال په خوست، پکتیکا او کونړ کې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي بریدونه وکړل او له امله يې عام افغانان چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي شهیدان شول. له بریدو څو شیبې وروسته اسلامي امارت په خپل غبرګون کې وویل چې د پاکستان پوځي رژیم دا برید به بې ځوابه پاتې نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist