Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: دوه نیم میلیونه راستانه شوي افغانان جدي پاملرنې ته اړتیا لري

ملګري ملتونه: دوه نیم میلیونه راستانه شوي افغانان جدي پاملرنې ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/25

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو‌اېن‌ډي‌پي) تازه راپور چې هېواد ته د کډوالو بېرته راستنېدنې اغېزې په کې ارزول شوې دي ښيي چې په تېرو شاوخوا درېیو کالو کې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته د ۲.۳ میلیونه کډوالو راستنېدلو، افغاني ټولنه د بیارغونې له درکه له فشار سره مخ کړې.

راپور د شاوخوا ۴۹ زره افغان کورنیو چې په کې ۱ زر ۵۰۰ تنو بېرته راستنې شوې کورنۍ هم شاملې دي، له سروې وروسته ترتیب شوی او ښيي چې ډېری دغه کورنۍ په هغو سیمو کې مېشت شوې دي چې تر دې وړاندې هم له فقر او بېوزلۍ سره مخ وې.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازی سټېفن رودریګز وايي: « نننۍ غونډه د هغو بنسټونو پر لا پیاوړتیا تمرکز لري چې موږ رامنځته کړي. همداراز د دې پېژندل هم مهم دي چې زموږ کار په جلا او په بې ‌اړیکو ساحو کې نه شي ترسره کېدای. نړۍ په ساده تور او سپین بڼه نه ده وېشل شوې؛ دا د بېلابېلو رنګونو نړۍ ده. بحرانونه په منظم او سم ډول نه رامنځته کیږي او انسانان یې هم په جلا ډولونو نه تجربه کوي.»

‍راپور ښيي چې هېواد ته په بېرته راستنو شویو کورنیو کې یو پر درې برخه راستانه شوي خپل ورځنی ژوند د پور په اخیستو او یا هم د کور د وسایلو پر پلورلو تېروي.

په ورته مهال، د کډوالۍ نړیوال سازمان استازې وايي، وروستیو اقلیمي بدلونو او زلزلو په افغانستان کې د کډوالۍ او بې ‌ځایه کېدو خطر لا زيات کړی.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان استازې ټیا وايي: « د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان موندنې ښيي چې پنځه میلیون افغانان چې د ټول نفوس لس سلنه جوړوي، د اقلیمي زیانونو له کبله اغېزمن شوي. بل پلو، اقلیمي پېښو څلور سوه افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي. له دې سره، څنګه چې تاسو هم واورېدل، په سوېلي او شمالي سیمو کې وروستیو زلزلو په افغانستان کې د کډوالو او بيځایه کېدو بحران لا پسې ژور او د ټولنې پر اوږو بار لا دروند کړ.»

بل پلو، افغانستان کې د جاپان شارژدافیر له افغانانو او په تېره بیا له کډوالو سره د مرستو کمښت له امله اندېښنه ښيي او له کبله یې د موجوده ستونزو د حل په موخه د نړیوالو مرستو او د سټراټیژیکو او اغېزناکو لارو چارو رامنځته کېدا غوښتنه کوي.

افغانستان کې د جاپان شارژدافیر کنیچي ماساموتو وايي: « په وروستیو کلونو کې هېوادونو خپل لومړیتوبونه په افغانستان کې بدل کړي دي؛ له همدې کبله موږ په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې د مرستو له کمښت سره مخ یو. موږ اړ یو څو د دې ستونزې د حل لپاره په سټراټیژیکو او اغېزناکو لارو چارو غور وکړو. جاپان په دې باور دی چې د دغو هڅو له لارې کولی شو د ګډوالو بحران په فرصت بدل کړو، چېرې چې بېرته راستنېدونکي کولی شي د خپلو مهارتونو له لارې د افغانستان په اقتصادي وده کې مرسته وکړي، نه دا چې پر لنډمهاله بشري مرستو متکي وي.»

له دې سره، اروپايي اتحادیه له افغانانو او په تېره بیا له افغان کډوالو سره د دې ټولنې د مرستې او په افغانستان کې د لاښکېلتیا د دوام خبر ورکوي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې د همکارۍ برخې مشر اریک بیوم ویلي: « د اروپايي ټولنې په ګډون ټول مرسته رسوونکي بنسټونه چې دا مهال په افغانستان کې ښکېل دي، دایمي او اوږدمهاله حل لارې د خپلو لومړیتوبونو په سر کې راوستې دي. دا د اروپايي ټولنې لپاره اړینه موضوع ده چې د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه که څه هم دامهال په افغانستان کې په مستقیم ډول ښکېل نه دي، خو د مرستې او لاسنیوي په برخه کې نېغ په نېغه دخیل دي. اروپايي اتحادیې له کډوالو سره تر دې دمه شاوخوا ۱.۸ میلیارده مرسته کړې چې د دې ټولنې او ۲۷ غړیو هېوادونو د پراخو مرستو ښکارندويي کوي.»

ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې د کډوالو د منفي اغېزو پر اړه راپور خپروي چې لا هم په ورځني ډول سلګونه افغانې کورنۍ له ایران او پاکستان هېواده ته راستنیږي چې ډېری هغه یې له پاکستانه دي او په جبري ډول ایستل کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist