Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګري ملتونه: افغانستان کې د تیر پرتله بشري او اقتصادي وضعیت لا خراب شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/03/05

د بشري حقونو وضعیت په تړاو د راپورونو په دوام تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د بشر حقونو شورا ته خپل راپور وړاندې کړی دی.

په دغه راپور کې د ۲۰۲۲ زېږدیزکال جولای میاشتې تر ډیسمبر میاشتې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت ترڅنګ په امنیت او اقتصادي حالت او دغه راز نور هر اړخیزه مسایل راسپړل شوي دي.

بینیټ دغه راپور کې ویلي، د بشري حقونو بحران د ښه کېدو پر ځای خراب شوی او د بیان او رسنیو د ازادۍ په ګډون ډېری موارد نقض شوي دي.

د راپور یوه برخه:« افغانستان کې د تیر پرتله د بشر حقونو روان بحران بدتر شوی دی. د ښځو او نجونو د بشري حقونو څخه سیستماتیکه سرغړونه نوره هم زیاته شوې ده او بنسټیزې ازادۍ لکه د ټولنو، بیان او رسنیو حقونه، عادلانه محاکمې، د ژوند او خوندیتوب حقونه په زیاته کچه نقض شوي دي. افغانستان له جدي اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی،چې تقریباً ټول نفوس یې اغېزمن کړی دی.»

راپور کې ویل شوي، شااوخوا ۵۴۰ ورځې کیږي،چې له شپږم ټولګي پورته او نږدې درې میاشتې کیږي، چې د نجونو پر مخ ټول تحصیلي او تعلیمي مرکزونه تړل شوي دي،په داسې حال کې چې د نوي ښوونیز کال د بیا پیل لپاره د ګوټو په شمیر ورځې پاتې دي،خو لا هم دا پریکړې نه دې اخېستل شوي.

بینیټ د نجونو او ښځو د زده کړو او کار په تړاو پرېکړې د ښځو له حقونو سرغړونه  بللې او ویلي یې دي،چې حاکم چارواکي د دې پر ځای چې د ښځو  ژوند ښه والي او حقونو تامین لپاره ګامونه واخلي برعکس بندیزونه یې لګولي دي.

د راپور یوه برخه:«  لېسو ته د نجونو نه  پرېښودل او په داخلي او بهرنیو نړیوالو غیردولتي مؤسسو کې له کار کولو څخه د ښځو او نجونو د منع کولو تازه حکمونه د ښځو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه نوره هم زیاتوي،چې لا له وخته په نړۍ کې بېسارې ګنل کېږي. حاکمو چارواکو د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړلو کنوانسیون په پراخ ډول نقضولو ته ادامه ورکړې ده. د ښځو په وړاندې د تبعیض له منځه وړلو لپاره د ګامونو اوچتولو پر ځای، چارواکو دا چاره عادي کړې ګڼلې ده.» 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي خپل راپور کې ویلي، سره له چې د اسلامي‌امارت د واکمنۍ له لومړۍ ورځې نړیوال په ټول ګډونه حکومت ټینګار لري،خو د  اسلامي امارت مشرانو دا موضوع له پامه غوځولې ده. 

بینیټ د تلپاتې سولې او پرمختګ یوازینۍ لار ټولشموله حکومت یاد کړی دی. 

د راپور یوه برخه:« ټولشمولیت له پامه غورځول شوی دی. د تلپاتې سولې او پخلاینې لپاره یوه ټولشموله اداره اړینه ده،چې د ټولو سیاسي، مذهبي او نژادي ډلو استازولي وکړي. لا هم تر ډېره، په ا فغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت کابینه هم د اسلامي امارت غړو څخه جوړه ده او د طالبانو د زعیم له خوا په ولایتي کچه د چارواکو بدلول هم معمول شوی دی.» 

اسلامي‌امارت یاد راپور مطلق نه ردوي خو وايي،د سرپرست حکومت کابینه کې د ټولو قومونو او قشرونو استازو ته ځای ورکړل شوی، د فساد ضد جدي مبارزه شوې او د نجونو د زده کړو او کار کولو  په تړاو هڅې کوي،چې ستونزې حل کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په غه ۱۷ پاڼې راپور کې د ستونزو او نیمګړتیاوو،سربېره د اسلامي‌امارت ځینې  پرمختګونو ته هم اشاره کړې او ستایلي یې دي،خو دا یې هم ویلي،د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته شااوخوا ۷۰۰ زره کسان بې دندو شوي،چې له امله یې د کرنې،ملکي خدمتونو او رغونې سکتورونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

سپتمبر 22, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist