Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 مجاهد: پنجشیر به له جګړې پرته له اسلامي امارت سره یوځای شي

admin by admin
2021/08/31

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پنجشیر  ولایت له چارواکو سره خبرې روانې دي او ښه پرمختګونه په کې شوي دي .

مجاهد وايي:« د پنجشیر مسلې په اړه اوس خبرې روانې دي. موږ نن هم،چې کوم راپورونه ترلاسه کړي، خبرې یوڅه مخته تللي دي. امید دا ده،چې هلته به  جنګ ونه شي. انشاء الله  د تفاهم له لارې به ستونزه حل شي. » 

خو سرچینې وايي، په خبرو کې د دواړو لوریو غوښتنې سره زیات توپیر لري .

د اسلامي امارت غوښتنه دا ده،چې په پنجشیر کې میشت مشران دې کابل ته راشي او امنیت یې خوندي دی او په دغه ولایت کې ټول دولتي وسایل او وسلې دې مرکزي حکومت ته وسپاري .

خو بیا برعکس د احمد مسعود وړاندیزونه دا دي،چې له پنجشیره به هېڅ وسله نه راوړل کېږي، طالبان دې پنجشیر ته نه ورځي او همدا راز د نوموړي  پلار دې د ملي اتل په نوم وپیژندل شي.

مجاهد وايي، امارت د جګړې طرفدار نه دی،خو که مقابل لوري یې له خبرو پرته بله لار غوره کړه نو وار دمخه یې پنجشیر له څلور اړخونو محاصره کړی او پر وړاندې به یې پرېګنده اقدام وشي.

مجاهد زیاته کړه:« موږ جګړه نه غواړو. نور یو افغان هم باید ونه وژل شي او د دې لپاره پلمه جوړه نه شي. خو که اړتیا پيدا شوه، دا چې ۳۳ ولایتونه ارام دي او که پنجشیر کې څوک بغاوت کوي، دې ته افغانان  اجاز نه شي ورکولای. موږ به بیا پرېکنده ګام پورته کوو. اوس مو د پنجشیر په داخل کې له څلور خواوو ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.»

خو له پنجشیر ولایته تازه مالومات دا دي،چې هلته له طالبانو سره د جګړې او مقاومت لپاره پراخ چمتوالی روان دی او ټولو هغو ستراتیژیکو نقطو کې یې مرچلې  جوړې کړي،چې د جګړې لپاره ګټورې یادېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist