Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د پاکستان په هوايي بریدونو کې ملګي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

مجاهد: د پاکستان په هوايي بریدونو کې ملګي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/26

د قطر او ترکیې په هڅو د کابل او اسلام اباد ترمنځ شوي اوربند په ۱۸ مه ورځ د پاکستان پوځ په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي او عامو وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د دوحې او استانبول د خبرو پر مهال د پاکستان پوځ دا منلې وه چې د افغانستان په هوايي حریم به تېرې نه کوي، خو د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې ولیدل شول چې نه یوازې د افغانستان د هوايي حریم بې احترامي یې کړې بلکې عام خلک یې هم په نښه کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح اله مجاهد په یوه بیان کې ویلي، د پاکستان یرغلګرو ځواکونو په دې حملو کې د خوست په ګربز ولسوالۍ کې لس عام وګړي شهیدان کړي چې له ډلې یې یوه زنانه او نهه ماشومان دي.

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد وايي: « تېره شپه ۱۲ بجې[ د لیندۍ درېیمه] د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ مغلګۍ سیمه کې د پاکستان تېري کوونکي پوځ د ولایت خان په نوم د یوه عام وګړي پر کور بمبار کړی چې په کې د  یوې کورنۍ لس کسه شهیدان شوي. په شهیدانو کې یوه زنانه او نهه ماشومان چې څلور یې نجونې وې، شامل دي. په بمبارۍ کې د ولایت خان کور په بشپړه توګه له منځه تللی. د پکتیکا او کونړ ولایتونو په ځینو سیمو هم بمباري شوې چې په کې څلور عام وګړي ټپیان شوي دي.»

په ورته وخت کې د خوست د والی ویاند مستغفر ګربز هم په ګربز ولسوالۍ کې د پاکستان په هوایي برید کې د نهو ماشومانو په ګډون د لسو عام وګړو شهادت تایید کړی دی.

د خوست ولایت د والي ویاند مستغفرګربز وايي: « تېره شپه[د لیندۍ درېیمه] شاوخوا ۱۲ بجې د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ اړوند مغلګي سیمه کې پاکستاني متجاوز پوځ د یو تن ملکي وګړي پر کور بمبار کړی چې له امله یې ۱۰ تنه په شهادت رسېدلي، په شهیدانو کې پنځه تنه هلکان، څلور نجونې او یوه ښځه شامل دي.»

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس هم له شمشاد سره په خبرو کې پر دې ولایت د پاکستان هوایي بریدونه تایید کړي او وايي، بریدونو کې پنځه عام وګړي ټپیان شوي.

د سیاسي چارو کارپوهان د پاکستان له خوا د تېرې شپې بریدونه د افغانستان پرهوایي حریم ښکاره تېری بللی او په خبره یې، د ګربزو ولسوالۍ کې د بې ‌ګناه خلکو، ښځو او ماشومانو شهیدانول د پاکستان بې‌کفایته او بزدلانه عمل دی.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « متأسفانه پاکستان یو ځل بیا زموږ په درېیو ولایتونو بمباري وکړه او په ځانګړې توګه خوست ولایت کې یې زموږ یو شمېر هېوادوال په شهادت رسولي. د پاکستان دا عمل نه د ګاونډیتوب له اصولو سره سمون لري او نه هم له نړیوالو قوانینو سره. که پاکستان په خپله پالیسۍ کې اساسي بدلون رانه ولي، دا ډول اعمال به په راتلونکي کې دوی ته ډېر بد عواقب ولري.»

له دې وړاندې د تلې یا میزان میاشتې په ۲۳مه د پاکستان پوځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ بریدونه وکړل چې په کې ۱۲ عام وګړي شهیدان او شاوخوا سل نور ټبیان شول.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ دا اوربند د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو او مذاکرې درې پړاوونه  ترسره شول، خو له اوربند پرته په کې نور پرمختګ ونه شو.

د پاکستان له خوا دا اوربند داسې مهال مات شوی چې اوس هم د سیمې یو شمېر هوادونه هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه هواره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist