Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: د ټول شموله حکومت  په اړه خبرې روانې دي

admin by admin
2021/08/28

د طالبانو ویاند  ذبیح الله مجاهد وايي،د ټول شموله او موقت حکومت لپاره  هڅي رواني دي او ډېر ژر به وروستۍ پریکړه اعلان شي.

مجاهد زیاته کړه:« په دې اړه دومره ویلی شم،چې هڅې جدي روانې دي، ترڅو ژر پایله ورکړي او یو حکومت جوړ شي. البته په دې اړه نور جزئیات موږ ته تر اوسه پورې  نه دي رارسېدلي،خو هېله ده،چې ډېر ژر به پایله ورکړي.» 

په ورته وخت کې مجاهد وايي، د پنجشیر په تړاو  تر اوسه پورې  کومه پریکړه نه ده شوې.

  هغه وايي،د ستونزې حل لپاره خبرې روانې دي خو دغه ولایت هم له بېلا بېلو خواوو کلابند دی.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي،  غوښتنه یې دا ده،چې ژر دې ټول شموله او یاهم موقت حکومت اعلان شي،ترڅو افغانستان له یوه بل ستر ناورین سره مخ نه شي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد نبي افغان وايي:« له لومړۍ ورځې راهېسې چغې ووهو،چې ملت له بحران سره مخ دی. له تېر حکومته شااوخوا ۳۵۰ زره کسانو تنخوا اخېستله او  په هغې به یې خپل کور چلاوه.  د میاشت اخر کې به یې پیسې خلاصېدې. هغه ټول کسان اوس مهال بې برخلیک پاتې دي. » 

ځیني نور بیا په دې باور دي،چې د ټول شموله حکومت ځنډ به د دې لامل شي،چي افغانستان له یوه ستر اقتصادي بحران سره مخامخ شي.

د سیاسي چارو شنونکی میرویس حاجي زاده وايي:« کارخونې ټولې پر ټپه ولاړې دي. که همدا حالت څو ورځې نور هم دوام وکړي.نو افغانستان به له یوه لوی بحران سره مخامخ شي.» 

ویل کېږي،ټول شموله حکومت کي به ټول هغه چارواکي شامل وي،چي دا مهال له هېواد څخه بهر دي او ټول قومونو ته به هم ونډه ور کول کیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist