Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: د افغانستان په اړه د نړیوالو دريځ مثبت شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/04

په داسې حال کې چې د افغانستان په تړاو د دوحې په تېرو دوو ناستو کې د افغانستان سرپرست حکومت پلاوي ګډون نه درلود، خو په درېيمې  ناسته کې يې ګډون د يادې ناستې د پايلو په اړه خوشبيني زياته کړې.

سرپرست حکومت له دې وړاندې ویلي ول، چې د استازو له ګډون پرته يې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې د هرې کچې غونډې پایله نه شي ورکولی.

خو د دوحې په درېیمه ناسته کې چې د اسلامي امارت استازي په کې ګډون درلود، پوښتنه دا ده چې د افغانستان لپاره یې پیغام څه وو او کومې لاسته راوړنې درلودې ؟

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې له نړۍ سره د فکري واټن کمېدو لپاره  په هېواد کې د اقتصادي پرمختګ، اقلیمي بدلونونو او د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه نړيوال باید په پام کې ونیسي او د بدیل لپاره یې باید لاس په کار شي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« له نړیوالو سره سوی تفاهم لرې کول، له نړیوالو سره د فکري واټن کمېدل او له نړیوالو سره په هغو موضوعاتو خبرې کول چې هغه ګونګې پاتې شوي،ځکه چې هغه استدلال او دلیل چې د اسلامي امارت نماینده ګانو هلته وړاندې کړ، هغه نړیوالو ته هم د منلو وړ وه. د بېلګې په ډول د اسلامي امارت نماینده ګانو وویل، چې دوی د کوکنارو کښت یا د نشه يي توکو کښت صفر ته رسولی، خو نړیوالو تر اوسه پورې په دې برخه کې د افغانستان کرنې سکتور سره یا د افغانستان له بزګرانو سره هېڅ بدیل مرسته نه ده کړې. »

ځېنې نور بیا دغه ډول  ناستې د اسلامي امارت لپاره د پياوړتیا ټکي بولي؛ څو د نړیوالو غوښتنو ته قناعت کوونکي ځوابونه وویل شي او د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنې ته لاره هواره شي.

دوی وایي، له هرې ممکنې لارې په استفادې اسلامي امارت باید له نړۍ سره مثبت تعامل ته لاره هواره کړي، چې افغانستان له اوسنۍ سیاسي انزوا را ووځي.

خو دا ځل د اسلامي امارت ویاند پر مشرۍ پلاوي چې په دې ناسته کې یې ګډون کړی وو، دغه ناسته د افغانستان پر ګټه بولي او په خبره یې، په نړيواله کچه دا درک رامنځته شوی، چې هېوادونه د فاصلې پر ځای باید تعامل ته رامخکې شي او تر دې دمه د بندیزونو او فشارونو سیاستونو پایله نه درلوده.

مجاهد زیاتوي:«په ټولکه کې موږ د دوحې په ناسته کې درک کړه. لومړی: نړۍ په افغانستان کې پرمختګونه درک کړي او دا مني. دویم: درک رامنځته شوی چې هېوادونه باید د فاصلې پر ځای له افغانستان سره نږدې شي، ځکه فاصلې ګټه نه کوي، نور باید د نږدې کېدو لارې چارې ولټول شي، دا درک هلته حس کېده. د فشارونو او بندیزونو سیاستونه نور پایله نه ورکوي او باید رغنده تعامل لاره خلاصه کړي. موږ په ټوله ناسته کې دا شی حس کړه. په ټوله کې ناسته د افغانستان پر ګټه تمامه شوه.»

ذبیح‌الله مجاهد وایي، دغه ناسته د افغانستان او ملي منافعو په پام کې نیولو سره ترسره شوې او وې کولی شول چې ګډون په کې وکړي.

د نوموړي په خبره په دې ناسته کې له ګډون سره يې نړۍ له خپل دریځ باخبره کړې او په خبره يې دا له ورایه ښکارېده، چې د افغانستان په تړاو د نړيوالو دريځ مثبت شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist