Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: د هغو ډلو پر وړاندې ګډ اقدامات د وخت اړتیا ده چې د سیمې امنیت ګواښي

متقي: د هغو ډلو پر وړاندې ګډ اقدامات د وخت اړتیا ده چې د سیمې امنیت ګواښي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/03

د بهرنیو چارو وزیر له خپل تاجیکستاني سیال سره ټیلفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو سربېره، د سیمې امنیت خوندیتوب په اړه هم خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وایي، پر نورو موضوعاتو سربېره امیرخان متقي له سراج الدین مهرالدین سره خبرو کې د تاجیکستان په خاوره کې وروستۍ امنیتي پېښه چې په کې درې چینايي وګړي ووژل شول، وغندله او د سیمه ییز ثبات لپاره یې د ګډو همکاریو پراهمیت ټینګار وکړ.  

د بهرنیو چارو مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د تاجیکستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهر الدین نن د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، سرحدي وضعیت، امنیتي همغږۍ او سیمه ‌ییزو ابتکاراتو په اړه ټیلفوني خبرې وکړې. د ښاغلي وزیر له لوري د تاجیکستان په خاوره کې وروستۍ رامنځته شوې امنیتي پېښې او د چینایي اتباعو مرګ ژوبله د غندني او تأسف وړ وبلل شوې او د سیمه‌ییز ثبات لپاره د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار وشو.»

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې دواړو لوریو په سیمه کې د خپلمنځي باور او ثبات لپاره د سرحدي ځواکونو د منظمو تماسونو، د امنیتي همکاریو د ګډو کمېټو او د تخنیکي ناستو پر دوام موافقه کړې.

بله خوا، د چارو شنونکي نه ‌یوازې دا چې د دواړو لوریو ترمنځ دا ډول اړیکې په سیمه‌ییزه کچه ګټورې بولي بلکې ټینګار کوي چې شوې ژمنې باید عملي او افغانستان ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو لپاره د خپلې بهرنۍ ډېپلوماسۍ په رڼا کې عملي ګامونه پورته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « شریرې ډلې او هېوادونه که دا پاکستان دی یا نور هېوادونه، غواړي د افغانستان اړیکې له نورو هېوادونو سره خرابې کړي. د دغو ډلو پر وړاندې باید اقدام وشي او د سیمې همکاري جلب شي.»

د چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال وايي: « تاجیکستان باید له افغانستان سره د خپلو اړیکو ښه کولو او پراخولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي؛ ځکه دا مسئله د دواړو هېوادونو په ګټه ده او دواړه هېوادونه کولی شي د افراطي ډلو له اوښتو څخه د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي.»

بهرنیو چارو وزارت داسې مهال له لوړ پوړو تاجیکستاني چارواکو سره د اړیکو خبره کوي چې څو ورځې وړاندې د تاجیکستان په ختلان ولایت کې د بې ‌پیلوټه الوتکې په وسیله شوي برید کې درې چینايي وګړي ووژل شول.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په غبرګون کې وویل چې دا برید د هغو کړیو کار دی چې په سیمه کې نا آرامي او د بې باورۍ فضا رامنځته کول غواړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist