Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لښکرګاه کې پر هلمند سیند جوړ۷۰ کلن پل د نړېدو له خطر سره مخ دی

لښکرګاه کې پر هلمند سیند جوړ۷۰ کلن پل د نړېدو له خطر سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/03

پر هلمند سیند له دې جوړ یوازيني پل له لارې د ۱۰ ولسواليو او درېيو ولایتونو اوسېدونکي لښکرګاه ښار ته تګ راتګ کوي، خو له شاوخوا۷۰ کلن مقاومت وروسته په تن کمزوری او د نړېدو له خطر سره مخ شوی.

 دا پول د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی چې د تنګوالي له امله پرې د سيند پورې غاړې ته د اوښتو پر مهال خلک له ستونزو سره مخ وي.

دوی وایي، دا پل هره ورځ د ګڼه ګوڼې له امله بند وي چې ناروغان لرونکي او دندو ته روان کسان پرې د تېرېدو لپاره ساعتونه انتظار وي.

د هلمند اوسېدونکی شاه ولي وايي: « که هرڅومره عاجل کار یا ناروغ ولرې، په دې پل د تېرېدو وار نه درکول کېږي. د څو ولسوالیو خلک په همدې پله تګ راتګ کوي او اړتیا ده چې له هرڅه وړاندې ورته پاملرنه وشي.»

د هلمند اوسېدونکی میرزا خان وايي: « موږ د دې پله په سر ۵ دقیقې مزل په څو ساعتونو کې کوو، ځکه چې پل له دواړو خواوو بند وي.»

د لښکرګاه اوسېدونکی ذکریا وايي: « د پل د اوسنیو اړتیاوو پوره کولو وس نه لري، ښار او ولسوالیو کې ډېر زیات بیروبار دی او تګ راتګ پرې له ستونزو ډک وي.»

د ګڼه ګوڼي د مخنیوي لپاره پر دې پل هره ورځ لس تنه ټرافیک پولیس د موټرو په تنظیم بوخت وي. دوی هم مني چې هره ورځ لار بندېږي او د ناروغانو ترڅنګ پر پله اوښتونکي کسان ساعتونه انتظار باسي. دوی یې لامل د پله تنګوالی او کم ظرفیت بولي.

د هلمند د ټرافیکو د تنظیم مدیر سیف الرحمن وايي: « زموږ لس تنه ټرافیک پر دې پله ۲۴ ساعته دنده ترسره کوي. اوس په ښار کې رش ډېر او وسایط هم له حده ډېر دي، خو د پل ظرفیت کم دی او نه شي کولی د دومره خلکو تګ راتګ ته لاره ورکړي.»

د هلمند ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، په نږدې ورځو کې به د لښکرګاه او باباجي په مسیر کې یو بل پل د جوړېدو چارې هم پیل شي چې له بشپړېدو سره به یې په یاد پله ګڼه‌ ګوڼه کمه شي.

د هلمند ټولګټو چارو ریاست مالي او اداري مدیر عطاالله عابد وايي: « د اوس لپاره د ټولګټو ریاست د باباجي پر عمومي سړک د نوي پل جوړولو کارونه پيل کړي او ښایي دا بیروبار د پله له جوړېدو سره کم شي. همدارنګه د همدې پله ترڅنګ د یوه بل پل د جوړېدو لپاره هم خبرې شوې دي.»

د هلمند اوسېدونکي وايي، د لښکرګاه زوړ او تنګ پل نور د خلکو او موټرو بار نه شي زغملی او که ژر ترژره بدیل پل جوړ نه شي، د تګ راتګ ستونزې به يې لا پسې ډېرې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist