Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لاوروف: اسلامي امارت د خپلو ژمنو پوره کولو کې پاتې راغلی 

لاوروف: د افغانستان روان وضعیت مخه باید ونېول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/15

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تاجکستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال ویلي، د افغانستان روان وضعیت مخه باید ونیول شي او هڅه باید وشي،چې له کنټروله ونه وځي او بې ثباتي رامنځته نه شي.

لاوروف  د تل په څېر له افغانستانه د امریکامتحده ایالتو وتلو پریکړه وغندله او هغه یې عاجله پریکړه یاده کړې ده. 

لاوروف ویلي،د امریکا متحده ایالت او د دوی د متحدینو مسوولیت دی،چې د افغانستان بیا رغونې لپاره کار وکړي،ځکه یادو هېوادونو په تېرو شلو کلونو کې د پوځي حضور پرته د افغانستان لپاره بل هېڅ نه دي کړي.

لاوروف  زیاتويي:« د افغانستان خلک شل کاله کیږي،چې د ناټو له حضوره کړیږي ،ځکه دوی په افغانستان کې هېڅ پانګونه نه ده کړې،تر څو یې ګټه د هېواد اقتصاد، بیارغونې او بهرنیو اړیکو پراختیا ته ورسیږي. اوس اړتیا ده،چې نړیواله ټولنه لا ډېرې بشري مرستې افغانانو ته ورسوي او د روان وضعیت ټول مسوولیت باید امریکا او متحد هېوادونه ومني، ځکه دوی په سیمه کې له پوځي حضور پرته بل هېڅ ونه کړل چې هغه هم ناکام شو.» 

د روسیې بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د اوسني حکومت د جوړښت په تړاو ویلي، باید ټول ګډونه شي او د قومي او مذهبي اقلیتونو ترڅنګ باید نورو سیاسي اړخونو ته هم په کې ونډه ورکړل شي.

لاوروف ویلي،له طالبانو سره یې په چین کې هم د ټول شموله حکومت پر اهمیت خبرې کړي او پر وینا یې  چین هم په دې برخه کې له دوی سره همغږی دی.

هغه زیاته کړې:«موږ  تل دا غوښتنه کړې ده،چې د افغانستان ستونزه باید د داخلي ډیالوګ له لارې حل شي،چې په هېواد کې موجود ټول قومي او مذهبي اړخونه سره راټول کړي. موږ له طالبانو سره اړیکې درلودې،چې ویلي یې ول،په حکومت کې یې تاجکان او ازبکان هم شته  دی،خو دا قومي اړخ دی،بیا هم د طالبانو استازولي کوي، نو اړتیا ده،چې باید سیاسي اړخونو ته هم په حکومت کې ځای ورکړل شي.» 

لاوروف ویلي،د پاکستان په ګډون به له تاجکستان سره هم پر ګډه کار وکړي،ترڅو د افغانستان روان وضعیت مهار شي،ځکه یاد هېوادونه د افغانستان په موضوع کې کلیدي ونډه لري.

لاوروف داسې مهال په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر غوښتنې ټینګار کوي،چې اسلامي امارت تل دا ادعاوې ردې کړي او زیاته کړې یې ده،چې حکومت یې ټول شموله او د افغانانو پر خوښه دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist