Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عدليې وزارت: د ا.ا د پرېکړې پر اساس ټولې دولتي ادارې باید قوانین او لوایح جوړ او دغه وزارت ته یې وسپاري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/09

د عدلیې وزارت  ویاند مفتي محمد بشار وايي، د یوې پریکړې په اساس ټولو دولتي ادارو ته لارښونه شوې،چې قوانین او لوایح جوړ او عدلیې وزارت ته وسپاري،ترڅو دولتي ادارې یې له مخې خپلې چارې سمبال کړي.

بشار زیاته کړه:« اسلامي امارت ټولو دولتي ادارو ته لارښونه کړې ده،چي خپل قوانین جوړ کړي او وروسته له هغې عدلیې وزارت ته یې وسپاري،ترڅو له څېړولو وروسته استفاده ورڅخه وشي.»

د جمهوریت له پرځیدو وروسته تردې مهاله دولتي ادارو لپاره قوانین مجود نه دي،چي د هغو قوانینو پربنسټ مخکې ولاړې شي.

د عدلیې وزارت د مالوماتو له مخې، دولتي ادرو کې کمېسیونونه د قوانینو په جوړولو کار کوی ،چې دوی ته له سپارلو او څیړلو وروسته به  عملي شي.

اخوا یو شمېر حقوق پوهان وايي، اوس مهال ټول ادارات په یوه خلا کې دي او قوانین نه شته دی،چي ډېری وخت د کار د ځنډيدو لامل هم کېږي.

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي،اسلامي امارت دې خپلو ادارو ته قوانین جوړ کړي،ځکه پرته له قوانینو د دولتي اداراتو پرمختګ ستونزمن وي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله امرخیل  وايي:« قوانین  د یوې ادارې د جوړیدو لپاره مهم دي، که قوانین نه وي نو د یوې ادارې نظم له ستونزو سره مخ کېږي،اسلامي امارت دې  پخوانیو قوانینو او یا نوي قوانین جوړ کړي.»

د دوی غوشتنه دا ده،چې اسلامي امارت دې ژر تر ژره د دولتي ادارو لپاره قوانین جوړ کړي،ترڅو په چارو کې د خنډ او ځند لاملونه له منځه یووړل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist