Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان: د راتلونکي حکومت په اړه  خپلې مشورې مشرتابه سره شریکوو

admin by admin
2021/08/31

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د راتلونکي حکومت په اړه  خپلې مشورې مشرتابه سره شریکوي،چې پر اساس به یې نوی حکومت ژر اعلان شي.

مجاهد وايي:«زموږ مشران موظف شوي ول،چې له بېلابېلو اړخونو سره مشورې او نظرونه شریک کړي. انشاء الله دا مشورې نهايي شوي او بیا زعیم  ته ورټولېږي. هغوی به بیا په دې اړه پرېکړه کوي،چې حکومت او کابینه اعلان شي. انشاء الله بیا به هر څه بېرته عادي راوګرځي.» 

سره له دې،چې ټېنګار کېږي، طالبان دې د تېر حکومت له جګپوړو مسوولینو هم ګټه واخلي خو مجاهد بیا  وايي، راتلونکی حکومت به د نویو څېرو له خوا اداره کېږي او هغه څېرې،چې تېر ځل ناکامې شوي دي، له دوی سره ځای نه لري.

هغه زیاته کړه:« راتلوونکې حکومت کې باید داسې څېرې راشي،چې کار وکړي او خلک هم باور پرې ولري. پر تېر حکومت له بېلابېلو اړخونو اعتراضونه موجود ول. موږ نه غواړو،چې راتلوونکی حکومت هم په داسې بڼه  منځته راشي، چې هغه دې له اعتراضونو سره مل وي. داسې هڅې روانې دي،چې یو ښه حکومت رامنځته شي او هېواد ته ښه کار وکړی شي.» 

سیاسي تشې د راتلونکي لپاره اندېښې راپورته کړي دي او د ټولو انتظار د حکومت مشرتابه اعلان ته ده.

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي په دې باور دي،چې د امریکا پاتې کېدو او دغه راز د طالبانو او سیاسیونو ترمنځ بې باوري ټول هغه څه دي،چې د حکومت چارې یې له ځنډ سره مخ کړي دي او طالبان د حکومت په اعلانېدو کې بریالي شوي نه دي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عبدالحی قانت  وايي:«  یو لامل دا دی،چې محمد اشرف غني، مخکې له وخته له افغانستانه ولاړ. امریکایان افغاستان کې شتون لري، د دوی د وتلو نېټه د روانې اګست میاشتې ۳۱ مه ده. تر هغې،چې له افغانستانه امریکایان نه وي وتلي،د نوي حکومت جوړېدل ممکن نه دي. زه فکر کوم، کله چې دوی ووځي، د بلې میاشت په لومړۍ اوونۍ کې به حکومت اعلان شي.دویمه مهمه موضوع دا ده،چې له امله یې تر اوسه پورې حکومت نه دی اعلان شوی، دا دې سیاسيونو او طالبانو ترمنځ د باور نه شتون دی. » 

نړیوال هم طالبانو ته انتظار دي،چې څه ډول حکومت جوړوي. هغه نړۍ چې تېرو شلو کلونو کې یې د داسې حکومتونو ملاتړ کړی،چې افغانستان یې د نړۍ پر کچه د مفسدو هېوادونو د نوملړ په سر کې ځای کړی و، خو طالبانو سره به په سختۍ چلند کوي.

طالبانو د ټول شموله حکومت خبر ورکړی دی، خو تراوسه پورې واضح نه ده،چې له ټول شموله یې موخه څه ده؟

اوس باید افغانان او نړیواله ټولنه انتظار اوسي،چې طالبان د څه ډول حکومت نسخه وړاندې کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist