Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان:هڅه کوو، د کابل هوايي ډګر ته د بهرنیو ملکي الوتنو لپاره زمینه برابره کړو

admin by admin
2021/09/01

د افغانستان اسلامي امارت مسوولین وايي، هڅې یې پيل کړي، ترڅو کابل هوايي ډګر ته د بهرنیو ملکي الوتنو لپاره زمینه برابره کړي. 

دوی وايي،د وضعیت په عادي کېدو سره ټول هغه کسان،چې قانوني اسناد په لاس لري،کولای شي له هېواده بهر ولاړ شي.

د اسلامي امارت د مطبوعاتو غړی بلال کریمي وايي:« د اسلامي امارت پالیسي په دې اړه ډېره واضح ده. کله چې حالت نورمال شي، وروسته له هغې،چې امریکايي ځواکونه له هېواده ووتل او هوايي ډګر په بشپړ ډول د اسلامي امارت ځواکونو تر کنټرول لاندې راغی. اسلامي امارت هڅې کوي، ترڅو د هوايي ډګر چارې بېرته عادي حالت راوګرځي او بهرنۍ الوتنې پيل شي. کله چې حالت نورمال شي او له هوايي ډګره الوتنې پيل شي،ټول هغه کسان،چې اسناد ولري او غواړي، بهر ولاړ شي، اسلامي امارت به هغوی ته لاره برابره کړي.   هغوی بیا کولای شي،چې له قانوني لارو سره سم په بهرنیو هېوادونو کې ارامه د عزت ژوند ولري.» 

په هېواد کې د بهرني پوځي حضور پایته رسېدو او په ا فغانستان د طالبانو حاکمیت سره زرګونه کسان بې روزګاره شوي او ډېری خلک هڅه کوي له هېواده بهر ولاړ شي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد نبي افغان وايي:« تر ډېره،چې د طالبانو ژمنو  ته ګورو، دوی خپلو ژمنو ته ژمن دي. خو زه فکر کوم، دا د هېواد لپاره یوه خلا رامنځته کېږي او راتلونکی مو به لو ستونزو سره مخ شو. امریکا او یا نور هېوادونه هغه ځوانان له موږ او تاسو غواړي،چې یوسي،د بیلګې په ډول یو څوک باغ جوړ کړي، حاصل ته چمتو شي او حاصل بل څوک وخوري. نو دا په اساسي ډول زموږ پر ګټه نه ده،چې ځوانانو مو بهر ولاړ شي.  »

ځیني نور بیا وایي،د علمي کدرونو له لاسه ورکول به هیواد له یوه بل بحران سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم یو پرېکړه لیک تصویب کړ او له طالبانو نه په ‌کې غوښتنه شوې،چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او بهر ته د هغو کسانو د تګ مخنیوی دې نه کوي،چې اسناد او مدارک لري.

پرېکړه لیک کې دغه راز راغلي دي،چې باید د افغانستان خاوره د هېڅ یوه بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist