Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: ګاونډي هېوادونه د انساني ناورین مخنیوي لپاره باید بېړنۍ مرستې وکړي

admin by admin
2021/09/06

په افغانستان کي د پخواني حکومت له پرځېدو  او د  طالبانو حاکمیت سره خلک له  جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د افغانستان ګاونډيانو د افغانانو پر وضعیت چوپتیا غوره کړې او تر اوسه پورې  یې بشري مرسته نه ده کړې.

دوی وايي، دا د ګاونډیو هېوادونو مسوولیت دی،چې افغانستان کې د انساني ناورین مخنیوي لپاره بېړنۍ مرستې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شعور نیازی  وايي:«  ګاونډیان نه یوازې دا چې دلته خپلو منافعو ته وګوري، ګانډيتوب  ته هم باید وګوري. زموږ حق ته هم چې پر دوی یې لرو، وګوري. دوی هم پر موږ حقونه لري. د دې په  رعایت سره باید دوی بشري مرستو ته دوام ورکړي، پرته له دې چې سیاسي، یا حکومتي اړخ ته وګوري. زموږ ګانډیان ډېری مسلمانان دي،چې له اسلامي اړخه هم موږ پرې حق لرو. » 

تراوسه پورې یوازې قطر او متحده اماراتو بشري مرسته کړې او شنونکي په دې باور دي،چې ښايي طالب مشرانو له ګاونډیو هېوادونو د مرستې غوښتنه نه وي کړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجم الدین سیاس وايي:« د افغانستان اسلامي امارت ښايي تر اوسه پورې د مرستو غوښتنه نه وي کړي.  که د افغانستان اسلامي امارت د مرستو غوښتنه وکړي، خامخا به له افغانستان سره مرستې شروغ کړي. خو له هر څه غوره دا ده،چې افغانستان نور پر خپله  پر خپلو پښو ودرېږي. خلک یې باید کار ته پام وکړي.» 

اخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم مني،چې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي،خو ډاډه دی،چې ګڼو هېوادونو له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې او د هوايي ډګر په فعالیت سره به افغانستان ته مرستې راورسېږي.

مجاهد وايي:«  زموږ هېواد له ستونزو سره مخ دی. فقر، اقتصادي ستونزې، ناروغي دا ټولې ستونزې شته.د سیمې بېلابېلو هېوادونو د درملو او خوراکي توکو برخه کې  د مرستې ژمنه کړې. وړمه ورځ  یوه اماراتي الوتکه  راغله او په کابل هوايي ډګر کې ناسته وکړه، شااوخوا ۶۰ ټنه درمل او خوراکي توکي یې راوړل. تېره ورځ هم ځېنو هېوادونو مرسته کړې . عمان هم خبر راکړی، چې الوتکې ولاړې او تګ ته په تمه دي. موږ یوه ستونزه هوايي ډګر کې لرو، چې په هوايي ډګر کې لاهم تخنیکي ټیمونه کار کوي. کله چې عادي الوتنې پیل شي، موږ هېله لرو،چې ډېرې مرستې به راشي.» 

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې،دا مهال لس میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د نړۍ ګڼ هېوادونه په همدې کار کوي،چې څه ډول افغانستان ته خپلې مرستې راورسوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist