Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: کابل کې د سفارتونو تړل به راتلوونکی حکومت له ننګونو سره مخ کړي

admin by admin
2021/09/01

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په کابل کې د امریکا او بریټانیا سربېره د نورو هېوادونو د سفارتونو تړل به راتلونکی حکومت له ننګونو سره مخامخ کړي.

شنونکي د سفارتونو د تړلو موضوع جدي بولي چې دا چاره د راتلونکي حکومت پر مشروعیت او رسمیت پېژندنې اغیزه کوي، نړیوالې مرستې ورسره کمېږي او ان په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو په بشري فعالیتونو هم اغیز کولی شي.

دوی وايي، طالب مشران باید دې برخې ته خپله پاملرنه زیاته کړي او نړیوالو ته قناعت ورکړي.

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«  له همدې امله د طالبانو د راتلوونکي حکومت په اړه ډیپلوماتیکې ستونزې رامنځته کوي،کېدی شي، د مشروعیت او پېژندنې ستونزې هم رامنځته کړي. دغه راز د مرستو کموالي  او په لویه کې د ملګرو ملتونو د استازو د دفترونو تړلو لامل به  هم کېدی شي.» 

امریکا ویلي، ټول ډپلوماټان یې له کابله اېستلي او سیاسي ماموریت یې د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږدولی دی. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نه ده روښانه کړې،چې په کابل کې بیا خپل دیپلوماتیک حضور کله پیل کوي.

طالبان وایي، دې برخې ته یې پاملرنه شته او سیاسي رهبري یې کار کوي،چې د راتلونکي حکومت په تړاو د نړیوالو قناعت ترلاسه کړي.

د طالبانو  ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«   په دې برخه کې مو وړاندې هم کار کړی دی او له دې وروسته به هم هلې ځلې کوو. کومه اداره،چې په راتلوونکې کې جوړېږي، هغه مسوولیت لري،چې په ډیپلوماتیکه برخه کې د ټولو هېوادونو باور ترلاسه کړي، هم په ډیپلوماتیکه اړیکو کې خلکو  ته باور ورکړي او هم  هغه یو ذهنیت، چې موجود دی، ګڼې د افغانستان له خاورې به چاته زیان رسېږي، دا ذهنیت لري. په رېښتینې بڼه خلکو ته دا ډاډ ورکړي،چې افغانستان د چا لپاره زیان نه پېښوي. » 

وړاندیز دا دی،چې طالبان دې د ښځو حقونو، بشر حقونو او بیان ازدۍ خوندیتوب برخه کې نړیوالو ته قناعت ورکړي او د هغوی اندېښنې دې ځواب کړي.

دا خبرې داسې مهال کېږي،پرون په افغانستان کې د بهرني پوځي حضور د بشپړ پاېته رسېدو سره سم امریکا، بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو خپلې دیپلوماتیکې اړیکې وځنډولې او په کابل کې یې سفارتونه وتړل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist