Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: په سیمه کې د طالبانو پر ملاتړ اجماع جوړېدونکې ده

admin by admin
2021/08/26

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته روسیه او چین هڅې کوي،په سیمه کې د ګډو ګواښونو او ګټو لپاره په مشترکه توګه ګام واخلي.

دوی وايي،دغه هېوادونه افغانستان ته د امنیتي ستونزو په سترګه ګوري او یوازینئ اندېښنه یې له داعش ده،خو د امریکا له وتلو وروسته اوس په سیمه کې میدان روسیې اوچین ته پاتې ده.

د شنونکو په خبره، دا هېوادونه باور لري،چې افغانستان او سیمه کې بې ثباتي د امریکا له لاسه ده، خو زیات تمرکز یې پر اقتصادي محور ده.

د پوهنتون استاد  ذاکر جلالي وايي:«زه فکر کوم،چې د سیمې هېوادونه به د امریکا په نشتون کې په سیمه کې له هغو تولو فرصتونو استفاده وکړي،چې زموږ په سیمه کې او  په ځانګړې توګه افغانستان کې شته. د سیمه ییز اتصال په بڼه، د پایپ لاین تېرېدو په بڼه او اقتصادي راکړې ورکړې په بڼه،چې دا په نهایت کې د سیمې له امنیت سره مرسته کولای شي.»

روسیې،چین او ایران په سیمه کې د امریکا ضد برنامو ملاتړ کړی او د دغو هېوادونو ترمنځ یوه اجماع له وړاندې لېدل کېږي،هغه وخت چې افغانستان کې داعش وسله واله ډله غښتلې وه.

د سیاسي چارو شنونکی صلاح الدین سعیدي وايي:« چینایان او روسان له ګډو تشویشونو سره د ګډو اقتصادي برنامو سره او تر ډېره حده پورې د ګډو امریکایي  ضد برنامو په سلسه کې خپل تفاهمات به کوي. په دې سلسه کې،چې امریکایانو او نړیوالې ټولنه په افغانستان کې د پاکستاني سیاستونو پر بنیاد ماته وخوړله،دوی به وتوانیږي،خپلو اقتصادي موخو ته ورسیږي.»

شنونکي وايي، چین او روسیې له طالبانو سره هم ښیې  اړیکې درلودې او څو ځله یې خپلو هېوادونو ته ورغوښتي وو او په خبره یې اوس،چې طالبان واکمن دي، دغه هېوادونه هڅه کوي لومړی طالبان په رسمیت وپيژني.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« روسیه او چین افغانستان کې د امنیتي ګټو په سترګه ګوري،په دې خاطر چې سیمه کې افغانستان باید مستقل اوسي، ترڅو د دوی په ضد له افغانستان څخه ترهګري ګواښ نه وي. اروپا او امریکا،چې اوس له افغانستان څخه بهر شوي،دوی د خپلو ارزښتونو په نظر ګوري. که طالبان نرمښت وښیي او ټول شموله حکومت جوړ کړي امکان لري امریکا او اروپا طالبان په رسمیت وپېژني.»

اوس به ولیدل شي،چې روسیه او چین څومره توانیږي،په سیمه کې د امریکا له نشتون سره ثبات راوستلی شي. ټینګار دا ده چې سیمه باید نړۍ وهڅوي،چې د طالبانو له حکومت سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist