Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: سیمه ییز او نړیوال اختلافونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې هوارېدو مخه نیسي

شنونکي: سیمه ییز او نړیوال اختلافونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې هوارېدو مخه نیسي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/26

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روانې شخړې د هواري په موخه د قطر او ترکیې د هڅو له پاتې راتلو وروسته ایران، روسیه او سعودي عربستان د منځګړیتوب له ورته وړاندیز سره غواړی میدان ته راوځي.

خو د پاکستان پوځي رژیم بیا مخکې له دې چې د سعودي عربستان له خوا د کابل او ا سلام اباد ترمنځ د روانې شخړې هواري لپاره د منځګړیتوب وړاندیز ته کوم ځواب ووایی، د پاکستان پوځ د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند مات او د افغانستان په خاوره کې دننه یې بمبارۍ وکړې. له دې سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ اختلافات لا زیات شول.

د ایران له خوا د منځګړیتوب وړاندیز ترڅنګ روسیې هم ویلي چې که کابل او اسلام اباد ترې غوښتنه وکړي، نو د شخړې د حل لپاره به هڅه وکړي.

که څه هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د سیمې یو شمیر هېوادونه لا هم هڅه کوي، خو د کتونکو نیوکه داده چې په دې برخه کې د سیمې هېوادونو انفرادي هڅې سبب شوې دي چې د منځګړیتوب اقدامات بې پایلې شي.

د کتونکو په اند، دا هېوادونه باید یو ځای په ګډه کار وکړي، ترڅو موجوده اختلافاتو ته حل لاره وموندل شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « له بده مرغه هم سیمه او هم نړۍ په خپلو بېلابېلو تضادونو کې ښکېل دي. د مثال په توګه، که روسیه غواړي رانږدې شي، امریکا مداخله کوي؛ ټرمپ له دې وړاندې هم ویلي چې کولی شي د افغانستان او پاکستان موضوع په ډېرې اسانۍ سره حل کړي. امریکا دېته هم ګوري چې پاکستان ترې څه غواړي او پاکستان بیا خوښ دي چې امریکا ته ځان ثابت کړي او ورته وايي چې کولی شي  د دوی پروژې عملي کړي.»      

بله خوا، د نظر خاوندان وايي چې پاکستان په دې برخه کې خپلواک نه دی او په خپل سر پرېکړه نه شي کولی بلکې د خبرو او مذاکراتو پرمهال د هڅوونکي جهت امر او لارښوونې ته په تمه وي.

دوی امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر عاصم منیر پرله پسې سفرونو ته د شک په سترګه ګوري او وايي، ښايي اسلام‌اباد له کابل سره د اختلافاتو پرمهال د واشنګټن پلانونه عملي کوي.

د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی وايي: « دا یوه ډېره پېچلي ستونزه ده او په اسانۍ ورته د حل لاره نه شي پیدا کېدای؛ ځکه چې پاکستان خپلواکي نه لري بلکې د امریکا د امر تابع دي. دوی له امریکا د افغانستان د نا امن کولو پروژه اخیستې، ترڅو امریکا ته د بګرام اډه ترلاسه کړي. نو په دې اساس، دې کشالې ته د حل نږدې لارې موندل، ناشوني ښکاري.»       

د چارو شنوونکي دغه راز وايي، که چېرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجوده اختلافات زياتېږي، د ملګرو ملتونو او سیمه‌ییزو سازمانونو په څېر نفوذ لرونکي هېوادونه باید د قضیې حل ته را وړاندې شي.

د پوهنتون استاد فیض‌محمد ځلاند وايي: « ښه به دا وي چې دا ستونزه د ملګرو ملتونو له خوا په حقوقي چوکاټ کې هواره شي. موږ نه یوازې د ډيورنډ فرضي کرښې دعوه لرو بلکې سمندر ته د لار لرلو قانوني حق هم لرو. د دې دواړو حقونو ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده چې موږ خپله قضیه ملګرو ملتونو ته یوسو.»       

دا په داسې حا کې ده چې د افغانستان او پاکستان پوځي رژیم ترمنځ د اختلافاتو حل په موخه د قطر او ترکیې درې پړاوه مذاکراتو له ناکامېدو وروسته، اوس ایران، روسیې او سعودي عربستان د منځکړیتوب خبره کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist