Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

شاهین: د پاکستان استخباراتو د افغانستان نوم بدولو هڅې پيل کړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/01

په قطر هېواد کې د افغانستان سفیر په خپله تازه مرکه کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان استخباراتي ادارې له تبلیغاتي جګړې پیلولو پرده پورته کړه.

محمد سهیل شاهین ویلي، د پاکستان پوځي رژیم استخباراتي اداره(آی‌اېس‌آی) غواړي د واشنګټن پېښه چې یو افغان په کې د سپینې ماڼۍ پر ساتونکو برید کړی، له اسلامي امارت سره وتړي او په دې ډول افغان حکومت بدنام کړي.

شاهین زیاته کړې، ممکن په دې پېښه کې بهرنۍ استخباراتي کړۍ هم ښکېلې وي او موخه یې د امنیتي ګواښ په توګه د افغانانو معرفي کول وي.

دوحه کې د افغانستان سفارت سرپرست سهیل شاهین ویلي: « د پاکستان استخباراتي اداره یا آی‌اېس‌آی غواړي د واشنګټن وروستۍ پېښه د افغانستان اسلامي امارت سره وتړي او له دې سره یې موخه د افغان حکومت بدنامول دي. دا امکان هم شته چې په دې پیښه کې بهرنۍ کړۍ لاس ولري او غواړي افغانان د یوه امنیتي تهدید په توګه وښي.»

تحلیلوونکي بیا په دې اند دي چې له هغې وروسته چې د پاکستان پوځي رژیم له افغانستان سره په مخامخ جګړه او بیا په مذاکراتو کې ماتې وخوړه، اوس د دې هېواد استخباراتي ادارې تبلغاتي جګړه پيل کړې، خو د افغان حکومت عیني واقیعتونو ته په کتو، پاکستانی لوری به په دې برخه کې هم ناکام پاتې شي.

د دوی په باور، اوس نړۍ د افغانستان عیني واقیعتونه درک کړي او هېڅکله به هم د نورو له عینکو افغانستان ته ونه ګوري.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « پاکستان اوس په دې لټه کې دی چې اسلامي امارت په نوره نړۍ کې ناکام او د ترهګرۍ ملاتړ معرفي کړي. ښه به دا وي چې افغان ملت او حکومت په ګډه د پاکستان د شومو دسیسو په اړه یو لاس شي او د یوې ملي جرګې په اډانه کې وکولی شي د پاکستان خلاف یو ملي دریځ ونیسي؛ ترڅو اجازه ورنه کړو چې پاکستان په خپله لوبه کې بریالی شي.»

د چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « پاکستان په سیمه کې د سیاسي، امنیتي او ډېپلوماټیکو ناکامیو وروسته، غواړي د افغانستان د خلکو او حکومت پر وړاندې نوې تبلیغاتي جبهه پرانیزي. څرنګه چې موږ وینو، پاکستاني چارواکي هڅه کوي په نړۍ کې هره تروریستي پېښه له افغانستان سره وتړلي، حال دا چې دا ډول پېښې له افغانستان سره هېڅ ډول اړیکه نه لري.»

کارپوهان بیا وايي، په امریکا کې رامنځته شوې وروستۍ پېښه چې  د رحمان الله لکڼوال په نوم یو افغان تبعه په کې ښکېل دی، افغانستان پورې هېڅ ډول تړاو نه لري. د دوی په نظر، د قوانینو پر بنست جرم فردي دی، خو د ګاونډي دا پروپاګنډا چې غواړي په راتلونکي کې افغانستان لپاره ګواښ پېښ کړي، هېڅ ځای نه نیسي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د افغانستان استازیتوب یو شخص نه شي کولی او له بلې خوا له شریعت نیولې تر نړیوالو بشري قوانینو پورې ټول په دې متفق دي چې جرم فردي عمل دی او څوک نه شي کولی د مجرم کس کورنۍ، هېواد یا خپلوان مجرمان وګڼي. دا اوس چې کوم تبلیغات روان دي، د افغانستان د حکومت او خلکو د بدنامولو هڅه ده، خو دا هدف به هم د افغانانو له خوا شنډېږي.»

افغان حکومت بیا تل ټینګار کړی چې ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به ورته ګواښ پيښ نه شي او چاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په بهرکې د بریدونو لپاره وکاروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist