Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیادت: ايران کې د بهرنيو پانګه‌والو له لوري د شوې پانګونې نيمايي د افغانانو اړوند ده

سیادت: ايران کې د بهرنيو پانګه‌والو له لوري د شوې پانګونې نيمايي د افغانانو اړوند ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/14

په داسې حال کې چې سرپرست حکومت د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره د زمينې برابرولو ادعا کوي؛ خو له دې سربېره هم ځېنې کورني پانګه‌وال په دې هڅه کې دي چې خپله شتمنۍ بهر ته ولېږدوي.

ایراني رسنیو د افغانستان-ایران د سوداګرۍ، صنایعو او کرنې ګډې خونې ریيس محمود سیادت له قوله ویلي،  په ايران کې د بهرنيو پانګه‌والو له لوري د شوې پانګونې نيمايي هغه يې د افغان پانګه‌والو اړوند ده.

سیادت زیاتوي: « نن سبا په ایران کې له ۵۰ سلنې زیات بهرني شرکتونه افغاني دي او په ایران کې د بهرنیو پانګه‌والو ډېره برخه هم افغانان دي. افغانانو په ایران کې درې میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.»

نوموړي همدا راز د ايران اقتصادي ودې لپاره د هغو افغان پانګه‌والو د ملاتړ ډاډ ورکړی چې په ايران کې يې پانګونه کړې.

په ورته مهال د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي، اوس مهال په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي او له پانګه‌والو غواړي چې له دې فرصته په استفادې په افغانستان کې دننه پانګونه وکړي.

نظري زیاتوي: « اسلامي امارت ملي پانګه‌والو ته په هېواد کې دننه د پانګونې لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي. له ملې پانګه‌والو غواړو چې په بهرنیو هېوادونو کې د پانګونې پر ځای په خپل هېواد کې دننه پانګونه وکړي.»

بل خوا د سیاسي چاروکارپوهان په هېواد کې سیاسي بدلون، د پانګې خونديتوب نه تضمين، لوړې ماليې او ورته نور موارد هغه لاملونه یادوي چې پانګه وال مجبوروي څو خپلې شتمنۍ له هېواده بهر ته ولېږدوي.

دوی زیاتوي، سرپرست حکومت ته په کار ده، څو له کورنيو پانګه والو ملاتړ وکړي او د پانګې د خونديتوب زمينه ورته برابره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد نبي افغان وايي: « د اسلامي امارت له راتګه سره تر ډېره حده یو خو هغه کسان وو چې دلته یې په مخکېني حکومت کې کارونه کړي وو؛ نو دوی داسې فکر کاوه، چې نور موږ ته په افغانستان کې ځای نشته او خپلې پانګې یې ګاونډيو هېوادونو ته ولېږدولې، په دویمه ګټګورۍ کې هغه کسان وو چې په  مخکېني حکومت کې له چارواکو سره شریکان وو او په خپلو چارو کې یې درغلۍ کړې وې او درېیمه ګټګورۍ کې هغه کسان وو چې دلته شته حکومت یو څه ستونزې ورته پېښې کړې یا یې مالیه ترې واخیسته یا یې یو دم داسې پرېکړې وکړې چې د دې لامل شوې چې سوداګر هېواد پرېږدي او خپلې پانګې له هېواده بهر ولېږدوي.»

د افغانستان صنعت کارانو ټولنې رییس عبدالجبار ساپی وايي: « د پانګونې د جلب او جذب لپاره باید یوه منظمه پالېسي جوړه شي چې هغه هڅونه، ملاتړ او خونديتوب ولري او له مخې یې مالومه شي چې داسې کوم امتیازات ورته ورکولی شي چې هغوی وهڅول شي، افغانستان ته راشي او پانګونه وکړي، څنګه یې ملاتړ کولی شو، کوم امکانات ورته برابرولی شو چې خوندي وي، فزیکي خوندیتوب ولري، پانګه یې خوندي وي او له ټولو قانوني حقونو برخمن وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په خپل راپور کې ویلي، چې له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۴ کال پورې یې په افغانستان کې ۲۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه او له خلکو سره مرسته کړې او په دې توګه يې د درې میلیونو ښځو په ګډون شپږ میلیونه افغانان له پروژو برخمن شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist