Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د سیمې هېوادونو ترمنځ سیاسي رقابتونه پر اړیکو بدلیدونکي دي چې پرافغانستان به مثبت اغیز ولري

سږکال افغانستان په هغه نوملړ کې نه دی شامل چې د جګړو له امله یې وګړي بې ځایه شوي وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/02

په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د هغو هېوادونو له نوملړ وتلی، چې خلک یې د جګړې او تاوتریخوالي له امله بې ځایه کېدو او کډوالۍ ته اړ شوي وي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونوعالي کمېشنر فیلیپو ګړاندي ویلي، چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په نړۍ کې شاوخوا ۱۱۴ میلیون کسان بې ځایه کېدو ته اړ شوې.

نوموړي سوډان، سوریه او میانمار هغه هېوادونه یاد کړي، چې نږدې ۲۰ میلیونه وګړي یې د کورنۍ جګړې له امله کډوالۍ ته اړ شوې دي.

ګراندي زیاتوي: « د وروستیو شمېرو له مخې، په نړۍ کې شاوخوا ۱۱۴ میلیون کسان د جګړې، تاوتریخوالي او ځورونو له امله بې ځایه کېدو ته اړ شوي. په سوډان کې ۹ میلیون، په سوریې کې ۵ اعشاریه ۶ میلیون او په میانمار کې ۳ میلیون وګړي بې ځایه شوي دي او پر غزې د اسرائٍيلو د بریدونو له امله د خلکو بې ځایه کېدوهم ستره غمېزه رامنځته کړې ده.»

په ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د چین، روسیې او یو شمېر نوروهېوادونو استازو د یاد سازمان پر نوروغړیو هېوادونو نیوکه کړې، چې د افغانستان او سوریې له کډوالو او دغلته په کور دننه له بې ځایه شویو سره یې کافي مرستې نه دي کړي.

که څه هم په کور دننه او له ایران او پاکستانه په زور د رایستل شویو کډوالو کره شمېر مالوم نه دی؛ خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دغه شمېر نږدې ۷۰۰ زره تنه ښودلی.

د دې ترڅنګ په پاکستان کې افغان کډوال وايي، پاکستان ډېری وخت افغان کډوال د سیاسي اختلافونو له امله په زور ایستنې ته اړ کوي، چې دغلته د زرګونو افغانانو ژوند او شتمنۍ یې له ناملوم برخلیک سره مخ کړې.

افغان کډوال حاجي نظر خوږياڼي‌وال وايي: « دغه ډول پرېکړې د پاکستان مرکزي حکومت هغه وخت کوي چې کله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي یا امنیتي اختلافات راشي؛ نو بیا له همدې امله پاکستان کې په بېلا بېلو بڼو افغان کډوال ځورول کېږي.»

بلخوا د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، بې ځایه شوي او کډوال افغانان په کور دننه او بهر له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

 د دوی په خبره بې ځایه شوي او هغه کورنۍ چې له پاکستان او ایرانه په زور رایستل کېږي، تر ډېره په کور دننه ورته د کافي مرستو او خوندیتوب زمینه نه ده مساعده شوې.

 د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « که چېرې نړیوال مرستې و نه کړي نو هرومرو یو بشري ناورین منځته راځي او دا ناورین به دلته نورهم زیاتېږي، ځکه دا کومې څپې چې راروانې دي ټوله نړۍ یې ګوري، د نړۍ بنسټونه او یونسیار، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او خیریه بنسټونه چې په دې اړه تخصیص لري باید افغانستان ته هم توجو وکړي، ځکه چې دلته هم په لویه کچه بشر ژوند کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې له نږدې ۴ کلونو راهیسې څه باندې ۴ میلیونه افغانان د ایران او پاکستان په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist