Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سمنګان کې به سږ کال د پستې حاصلات زیات شي

سمنګان کې به سږ کال د پستې حاصلات زیات شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/24

د هېواد د پر کچه له بادغیس وروسته د سمنګان اړوند د پستو دويم لوی ځنګل دی، چې شاوخوا ۶۰ زره جرېبه ځمکه يې نيولې.

د سمنګان کرنې رياست د مالدارۍ چارو امر نیاز محمد عابد وایي، د پستو ځنګلونو ساتنه په سمه توګه کېږي او د لاخونديتوب په موخه به يې نږدې راتلونکي کې د شنې قطعې يوه قطعه هم دغه ولایت ته راشي او د ځنګلونو د ساتنې مسووليت به ورکړل شي.

عابد زیاتوي:« دا له پخوا راهسې خپل ساتونکي لري، د اوس لپاره موږ ته د وزارت له لوري تر ۵۰ اضافه کسان منظور شوي دي، خو لا یې فعالیت نه دی پیل کړی، هغوی به هم ان شاءالله خپل فعالیت پیل کړي او موږ هم د دې ځنګله ساتنې ته متوجې یو او سږکال یې د نورو کلونو په پرتله ښه پسته نیولې. په ټول سمنګان کې تر ۶۰ زره جریبه ځمکې پورې دا ځنګل رسېږي.»

که څه هم ځنګلونه څه نا څه طبیعي افتونو ځپلي، خو د سیمې اوسېدونکي وایي، د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو راهيسې په بشپړ ډول د ځنګلونو ساتنې راهيسې د خپلسري حاصلاتو ټولولو مخه نېول شوې ده.

د سمنګان یو تن اوسېدونکی وايي: « له مسوولینو غواړو چې دا ونې یوه طبیعي افت نیولي او هغه ونې چې عمر یې زیات وي نو حتمي یې نیسي، مسوولین دې د دې لپاره موږ ته درمل راکړي چې دا پاکې او وساتل شي.»

د سمنګان یو بل اوسېدونکی بیا وايي: « اسلامي امارت د پستې ځنګل ته ډېره پاملرنه کړې او شنه قطعه یې ورته راستولې ده چې ان شاءالله دوی به ډېره ښه توجو ورته وکړي.»

ځایي مسوولین ډاډ ورکوي وایي، تر ډېره بریده یې د طبیعي افتونو مخنیوي لپاره د درملو ورکړي او لاهم هڅه کې دي څو یې ښه پالنه وکړي.

د سمنګان کرنې رياست د طبیعي سرچینو امر محمود صدیقي وايي: « الحمدالله سږکال تر تېر کال حاصلات زیات دي، زموږ پسته ۴۰ سلنه زیاته شوې او دا ډېره ښه ده. په سمنګان له ۵۰ تر ۶۰ زره جریبه ځمکه کې د پستې ونې لرو. سږکال چې ونې یو څه طبیعي افت نیولې علت یې دا دی چې ورښتونه زیات و او د دې لپاره درمل شته، چې د ځنګه ساتونکو او ځنګلونو د ټولنې مشرانو ته چې موږ یې په هره سیمه کې لرو، درمل سپارو او ان شاءالله دا ستونزه به هم هواره شي.»

د مالوماتو له مخې، سمنګان کې د  پستې له دې ځنګله تېر کال ۱۲۰ ټنه پسته یوازې بهرنیو هېوادونو ته صادر شوې، چې سږني حاصلاتو ته په کتو به روان کال دغه صادرات دوه برابره لوړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist