Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د سیمې هېوادونو ترمنځ سیاسي رقابتونه پر اړیکو بدلیدونکي دي چې پرافغانستان به مثبت اغیز ولري

سرچېنه: افغانستان کې درې نور هېوادونه خپل سفارتونه بېرته پرانېزي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/04

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته ډېری هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل او امریکا او اروپايي ټولنې بیا خپل ماموریتونه دوحې ته ولېږدول.

خو د وخت له تېرېدو سره ځينو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو خپل سفارتونه او استازولۍ بېرته په کابل پرانیستې، چې په کې د روسیې او چین په ګډون د سیمې او ګاونډ ستر هېوادونه شامل دي.

یوې باوري سرچینې شمشاد ته تائید کړې، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې درې نور هېوادونه هم افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانېزي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« زه فکر کوم، دا د هغو نهايي ډيپلوماتیکو اړیکو لپاره یوه ډېره ښه سریزه بلل کېدی شي، ځکه تاسې پوهېږئ، که چېرې دغه پرمختګونه نه وی، نو بیا به د دوحې په ناسته کې شاید د اسلامي امارت استازی نه وی بلل شوی. نو د تعاملاتو په رڼا کې، زه فکر کوم دغه یو پرمختګ دی. کېدی شي  دغه پرمختګ راتلونکي هغه څّه ته لاره خلاصه کړي، چې افغانستان د نړۍ له نورو هېوادونو په څېر باندې د نړیوالې ټولنې یو غړی هېواد شي.»

سرپرست حکومت په ځلونو پر هېوادونو غږ کړی، چې په افغانستان کې د سفارتونو د پرانیستې پر مخ هېڅ راز خنډ نشته او هېوادونه کولی شي د فشار سیاست پر ځای له سرپرست حکومت سره د تعامل لار خپله کړي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، افغانستان کې د هېوادونو د سفارتونو پرانیسته کولی شي سرپرست حکومت ته له سیاسي اړخه یو نوی باور ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي:« ډېری هېوادونو د امریکا په ګډون، البته د اروپايي نورو هېوادونو چې هغه د امریکا متحدین دي، د هغوی په ګډون هم دا هڅه کوي چې له طالبانو سره داسې اړیکې جوړې کړي، چې د افغانستان جغرافیه په بشپړ ډول د دوی له لاسه ونه وځي ا و هلته خپلې سیاسي، ډیپلوماتیکې اړیکې داسې وساتي، چې افغانستان په بشپړ ډول باندې د دوی مخالفینو، نړیوالو مخالفینو یا سیالانو لمن ته ولوېږي.»

شنونکي په دې اند دي چې له جغرافیايي اړخه د افغانستان جیوپوليټیک موقعیت ته په کتو هېوادونه اړ دي، چې له افغانستان سره اقتصادي او سیاسي اړیکې وغځوي او د متقابل باور پر اساس اړیکې ټینګې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« نړیوال په دې باندې پوهېږي، چې افغانستان د نړۍ په جغرافیه کې یو هېواد دی، له دې څوک انکار نه شي کولی او په دې جغرافیه کې اوس مهال اسلامي امارت حاکم دی،  حاکمیت، قلمرو او نفوس لري او په ټوله جغرافیه باندې ولکه لري. دوی صنف د فکرونو ورته وايي، دا یو واقعیت دی.»

سره له دې، چې د نړۍ هېڅ هېواد  اسلامي امار پر رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو لاهم افغانستان کې د روسیې، چین، ترکیې، ایران، متحده عرب اماراتو او پاکستان په ګډون تر ۱۶زیات هېوادونه فعال سفارتونه لري او په بهر کې شاوخوا ۳۸ سیاسي ماموریتونه د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري اداره کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist