Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسیې او هند افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه ستایلې

روسیې او هند افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه ستایلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/07

د روسیی ولسمشر ولاديمیرپوتین چې د هند په بلنه په یوه دوه ورځني سفر نوي دیلي ته تللی و، د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي او نوور هندي مشرانو سره یې په ګڼو دوه اړخیزو همکاریو هوکړې وکړې او په ګډه خپره کړې اعلامیه کې یې افغانستان ته هم اشاره کړې.

په دې ګډه اعلامیه کې چې هند ته د پوتین د سفر په پای کې خپره شوې، د داعش ډلې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت هڅې ستایل شوې دي.

اعلامیه کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له کابل سره د مسکو او نوي ډیلي پر هر اړخیزې او اغېزناکې همکارۍ د ټینګار ترڅنګ، د روسیې په کوربه توب د مسکو فارمټ ناستو پر اهمیت او رول هم ټینګار شوی.

د هند او روسیې د کلنۍ سرمشریزې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: « د دواړو هېوادونو مشران د داعش خراسان څانګې او نورو نړیوالو ترهګریزو ډلو پر وړاندې شوي اقدامات ستایي او ډاډ  څرګندوي چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد مبارزه هراړخیزه او اغېزناکه وي.»

د اعلامیې له مخې، دواړو خواو د افغانستان په تړاو د هند او روسیې د نږدې همغږۍ ستاینه کړې چې له مخې یې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو د امنیت شوراګانو همغږي هم شامله ده.

د دې ترڅنګ، دواړو خواو له افغانانو سره پر بېړنیو او دوامداره بشري مرستو هم ټینګار کړی.

د هند او روسیې د کلنۍ سرمشریزې ګډه اعلامیه کې راغلي: « دواړو خواو د افغانستان په تړاو د هند او روسیې د نږدې همغږۍ ستاینه کړې چې په کې د دواړو هېوادونو د امنیت شورا ګانو ترمنځ د خبرو اترو د مکانېزمونو له لارې همغږي هم شامله ده.»

د چارو شنونکي د افغانستان په تړاو د هند او روسیې د همغږې دریځ  د اسلامي امارت د هغې رغوونکې او د نه مداخلې پر اصولو  ولاړې پالیسۍ پایله ګڼي چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یی د نړۍ او سیمې د هېوادونو پر وړاندې خپله کړې ده.

د دوی په باور، له هند او روسیې سره نږدې کېدل او د اړیکو جوړول منفي او مثبت اړخونه لري، خو دا اوس اسلامي امارت پورې اړه لري چې د دوی له دریځه په څه ډول د ځان په ګټه کار اخلي.

د سیاسي چارو شنونکی مجتبی کوهکن وايي: « هغه ټکي چې د افغانستان په اړه بیان شوي، د دې څرګندونه کوي چې افغانستان بریالی شوی چې یوه رغنده پالیسي تعقیب کړي او په معادلاتو کې خپل ځای وساتي. د دغو دواړو هېوادونو د نږدې اړیکو په اړه زما باور دا دی چې په نړیوالو اړیکو کې دایمي دوست او دایمي دښمن نه شته، هرڅه د ګټو پر بنسټ وي. دغو دواړو هېوادونو ته د افغانستان نږدې کېدل هم ګټې لرلی شي او هم زیانونه.»        

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د روسیې په ګډون د سیمې له اکثریت هېوادونو سره رغنده اړیکې پاللې دي.

روسیه د نړۍ لومړنې هېواد دی چې د افغانستان اسلامي امارت یې په رسمیت پیژندلی. هند هم له کابل سره د اړیکو د عادي کولو اړوند هڅو په لړ کې اعلان کړې چې په کابل کې د خپل ډېپلوماټیک ماموریت کچه د سفیر درجې ته لوړوي.

کتونکي دا پرمختګونه د اسلامي امارت رغنده، سوله ییز او د یو بل په چارو کې د لاسوهنې نه کولو سیاست زېږنده بولي او باور لري چې په راتلونکي کې به نورو ورته پرمختګونو ته هم زمینه برابره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist