Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
را ستنې شوې کورنۍ: ایران او پاکستان مو شتمنۍ ضبط کړې

را ستنې شوې کورنۍ: ایران او پاکستان مو شتمنۍ ضبط کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/23

په فراه ولایت کې له ایران او پاکستان په جبر را شړل شوې کورنۍ په یوه پنډ غالي کې تر خېمو لاندې ژوند تېروي.

په دې پنډ غالي کې مېشتې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره لاس او  ګرېوان دي او وایي، یادو هېوادونو نه یوازې په جبر را شړلي بلکي ټولې شتمنۍ یې هم ترې ګرځولې دي.

دوی له سرپرست حکومته د مرستو او په کور دننه د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.

راستون شوی کډوال تاج محمد وايي: « موږ یې په زور را وشړلو او هرڅه مو پاتې شول. د هر چا دوه درې موټر سامان پاتې شوی.»

راستون شوی کډوال نور علي وايي: « په زور یې له کورونو را وایستلو او موټر ته یې واچولو. ټوله شتمني مو هلته پاتې شوه؛ حتا له ۵۰ زره کالدارو زیاتې پیسې یې زموږ له جیبونو هم و ایستلې.»

بله خوا، د فراه ځایي چارواکي له راستنو شویو کورنيو سره د مرستو ډاډ ورکوي، خو په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلن پر وړاندې د کډوالو حقونو مدافع سازمانونو چوپتیا د اندېښنې وړ بولي.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالحی سباوون وايي: «فراه ولایت ته کډوال او مهاجرین راستانه شوي او دلته د کډوالو په پنډغالي کې مېشت دي. یو شمېر دغو کډوالو ته د اسلامي امارت او د فراه ولایت مقام او دغه راز ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو له خوا مرسته شوې او دا مرستې به په راتلونکي کې هم ادامه ولري.» 

په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان د افغان کډوالو ایستلو لړۍ چټکه شوې او ورسره په کور دننه د بې روزګارۍ زیاتوالي ته اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist