Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
رابرټ ووډ: نړیواله ټولنه باید د افغانانو ترڅنګ ودرېږي

رابرټ ووډ: نړیواله ټولنه باید د افغانانو ترڅنګ ودرېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/23

کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ( یوناما) مشرې روزا اتونبایووا د دې سازمان امنیت شورا ۵۶مې ناستې ته د افغانستان وضعیت په تړاو د مالوماتو وړاندې کولو په ناسته کې هېواد کې اوسنی ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د تعامل غوښتنه د افغانستان یو لوی انځور یاد کړی.

نوموړې له نړیوالو بنسټونو سره د سرپرست حکومت بیا یو ځای کېدل یې یو ښه فرصت بللی، چې په وینا یې د نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو سره باید وازمایل شي.

هغې زیاته کړې:« په هر صورت، د افغانستان په تړاو یو لوی انځور هغه نسبي ثبات دی، چې سرپرست حکومت ساتلی او واک ته له بیا ځلې رسېدو وروسته له نړیوالو بنسټونو سره د بیا یو ځای کېدو لپاره څرګنده لېوالتیا ده، چې د یوه فرصت په توګه باید وازمویل شي؛ خو باید نړیوال معیارونه په پام کې ونیول شي.»

بل پلو ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازي مرستیال رابرټ ووډ له نړۍ غوښتي، چې د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ترڅنګ ودرېږي، چې په وینا یې دا مهال له محدودیتونو سره مخ دي.

هغه دغه راز ویلي، د یادو محدودیتونو له کبله راټوکېدلي زیانونه او ستونزې باید له پامه ونه غورځول شي چې د دوام په صورت کې یې ښايي په راتلونکو څو کلونو کې ټول افغانان اغېزمن کړي.

هغه زیاتوي:« نړيواله ټولنه باید د افغانانو ترڅنګ درېدو او ملاتړ ته دوام ورکړي، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او د هغو ټولنو د غړو ترڅنګ درېدو ته چې څنډې ته شوي. پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو د محدودیتونو له امله زیانونه له پامه غورځول کېدای نه شي. له زرو زیاتې ورځې تېرې شوې، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ منع کړي. که دا ډول محدودیتونو ته دوام ورکړل شي، پراخې او ناوړه اغېزې به یې په راتلونکو څو کلونو کې ټول افغانان اغېزمن کړي.»

له دې سره د ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي وسیلی نېبنزا بیا د نړۍ له لوري پر سرپرست حکومت لګېدلي بندیزونه یو اړخیز او د بشري ستونزو د رامنځته کېدا یو لوی لامل بللی.

هغه زیاته کړې:« د اوږدو جګړو ځپلي هېواد خلک لاتر اوسه له هغو پراخو ستونزو او ننګونو سره په یوازې ځان مبارزې کولو ته اړ دي، چې د پرلپسې یو اړخیزو بندیزونو او بې‌ساري بشري ناورین له کبله رامنځته شوي.»

په ورته مهال په دې ناسته کې د افغانستان استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق  د دوحې راتلونکې ناستې ته د افغان ښځو او مدني ټولنو د استازو په نه وربللو نېوکه کړې.

فایق زیاته کړې:« دا ډېره د ناهیلۍ مساله ده، چې د دوحې په را روانه درېیمه ناسته کې پر سیاسي او بشري حقونو، چې دوه اړین موضوعات دي، خبرې نه کیږي او د مدني ټولنې استازي او ښځې به په کې ګډون ونه کړي.»

د دې ترڅنګ د چین او پاکستان په ګډون ګڼو نورو هېوادونو استازو هم د افغانستان په تړاو خبرې کړې او د ایران استازي بیا ويلي، له افغانستان سره په ګډه د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې د مبارزې او پرمختګ لپاره هڅه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist