Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلالي: بهرنيو پلانونو ته په تمه ناست يو شمېر کسان له ناکامۍ سره مخ دي

ذاکر جلالي: نړۍ باید ا.ا سره د اوسنیو فرصتونو او وړتیاوو له مخې تعامل وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/15

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس په تهران کې د افغانستان په اړه جوړی شوی غونډې ته په اشارې وویل، چې له افغانستان سره باید د اوسنیو فرصتونو، ځمکنیو واقعیتونو او وړتیاوو له مخې تعامل وشي.

ذاکر جلالي دی غونډې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له څرګندونو هرکلی وکړ.

نوموړي زیاته کړه، په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، سیمه‌ییز نښلول، سوداګریزو اسانتیاوو او اقتصادي همکاریو اړوند عملي ګامونه اخېستل شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي رییس  ذاکر جلالي وايي:((نن ورځ افغانستان نور نو د بحران مدیریت مسله نه ګڼل کیږي؛ بلکې د اوسني افغان حکومت د خپل جیواکانمیک موقعیت،د نېک نېت او اقتصاد محوربهرنۍ پالیسۍ له مخې کولی شي د مرکزي، لویدیځي او جنوبي اسیا ترمنځ یو اغیزناک پله رول ولوبوي . د سیمې هیوادونه کولای شي د افغانستان د ټرانزیټ، سوداګرۍ او نښلولو ظرفیتونوڅخه په اغیزناکه توګه ګټه پورته کړي، کوم چې په نهایت کې به ګډې ګټې چمتو کړي او سیمه ییز ادغام به پیاوړی کړي.))

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تهران غونډې ته په وینا کې د سیمې په سیاسي او اقتصادي وده کې د افغانستان پر رول ټنیګار وکړ او د سیمې راتلونکی یې د افغانستان له راتلونکي سره تړلې وبلله.

ښاغلي جلالي ټینګار وکړ، چې  افغانستان او سیمه پراخ بالفعل او بالقوه ظرفیتونه لري چې ورڅخه دقیقه ګټه اخېستنه کولای شي متقابلې ګټې خوندي کړي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سیاسي، او اقتصادي اړیکې تر بل هر وخت پیاوړې شوي دي.

دوی د اسلامي امارت له مشرانو وغوښتل، چې د نړۍ مشروع غوښتنې ومني، څو په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام زمینه برابره شي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:  ((د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د متقابلو اړیکو پر بنسټ په سوداګریزو، سیاسي او اقتصادي لحاظ ښه روان دي، لږه ستونزو چې د پاکستان له لوري رامنځته شوې ده، موږ غواړو چې د نورو هېوادونو په څېر له پاکستان سره ښې اړیکو ولرو، خو پاکستان باید خپل کورنۍ ستونزې په نورو وانه چوي او په خپلو پالیسو کې تغیر راولي.))

که څه هم له څلورو کلونو څخه زیاته موده وشوه، چې په هېواد کې اسلامي امارت بیا واک ترلاسه کړې دی، خو تر دې دمه روسیه یوازینۍ هېواد دی، چې اسلامي امارت یې په رسمیت پیژندلې دی. په داسې حال کې چې نورو هېوادونو لا په دې  اړه کوم ګام نه دې پورته کړې، خو له کابل سره یې خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې د سفیرانو ترکچې ساتلي دي. 

د نړیوالو اړیکو کارپوهان وایي، اسلامي امارت باید د نړۍ او سیمې تعامل ته قانع کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه  نجیب الرحمن وايي: ((نړیواله ټولنه باید د ستونزو هواري لپاره له افغانستان سره تعامل وکړي.))  

که څه هم د روسیی له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پیژندنې سره تر ډیره دا ګمان کیږي، چې د سیمې یو شمیر نور هېوادونه هم ممکن په یو مناسب وخت کې د افغانستان پر وړاندې خپل اوسنې دریځ بدل کړي او اسلامي امارت په رسمیت وپیژني.

اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره د خپلو اړیکو د رغولو او پیاوړې کولو لپاره اکثره دغو هېوادونو ته خپل سفیران لیږلي دي، چې همدا اوس هم په یادو هېوادونو کې د افغانستان استازیتوب کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist