Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کانونو او پټروليم وزارت: یو شمېر کانونه لاهم له مافیايي کړیو خوندي نه دي

د کانونو او پټروليم وزارت: یو شمېر کانونه لاهم له مافیايي کړیو خوندي نه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/22

د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې، د شنبې پر ورځ د ( ۱۴۰۳ کال د وږي پر ۳۱ مه) د کانونو او پټرولیم وزارت په تېر یوه کال کې د خپلو لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د دغه وزارت چارواکي وايي، د نفت او ګازو ترڅنګ د جامدو منرالونو د استخراج په موخه یې تازه سروې ګانې کړې او ګڼ شمېر کوچنۍ او سترې کاني زېرمې یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د میلیاردونو افغانیو په ارزښت په قرار داد ورکړې دي.

د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابر د کانونو د سپړنې او استخراج په برخه کې د فساد له نه شتون ډاډ ورکړ، خو زیاته یې کړه چي لاهم د افغانستان ځينې کاني زیرمې له مافیايي کړیو خوندي نه دي.

صابر وايي، د سرو زرو د کانونو په برخه کې ځینو مافیايي کړیو د لاس وهنې هڅې پیل کړې، خو دوی پرې خبر دي او ډېر ژر به یې مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه: « مافیايي کړیو د سروزرو په برخه کې لاسوهنه کوله، زموږ ملګري ور رسېدلي او په نږدې ورځو کې به تر ډېره کنټرول شي او له دې وروسته به مافیايي کړۍ د افغانستان په معادنو کې تصرف ونه لري.»

کانونو او پټرولیم وزارت په تېر یوه کال کې څه باندې ۱۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

د دې وزارت چارواکي وايي، د کوچني مقیاس او ځینې نورو کانونو عواید یې د قوشېتپې کانال په څېر سترو بنسټیزو پروژو رغولو ته ځانګړي کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزرات ویاند همایون افغان په دې اړه وايي: « د کانونو او پټرولیم وزارت په ۱۴۰۲ کال کې ټولټال ۱۰ میلیارده، ۴۷۹ میلیونه، ۹۲۹ زره او ۵۶۸ افغانۍ عواید راټول کړي.»

افغانستان د نفتو د کاني زېرمو له پلوه هم یو له بډایه هېوادونو دی او اوسمهال د نفتو ۲۱ فعالې څاه ګانې لري چې د ورځې۱ زر  او ۳۰۰ ټنه نفت ترې ایستل کېږي.

همایون افغان وايي، ډېر ژر به د نفتو ۲۵ نورې څاه ګانې هم فعالې او ورسره به د نفتو د استخراج کچه هم لوړه شي.

هغه زیاتوي: « اوس مهال هلته ۲۱ فعالې څاه ګانې دي چې ۱۴ یې په قشقري کې، څلور په انګوت کې او درې نورې په آق دریا سیمه کې دي. له دغو څاه ګانو په ورځنۍ کچه شاوخوا ۱ زر او ۳۰۰ ټنه نفت اسختراجېږي. په نږدې راتلونکې کې به ۲۵ نورې څاه ګانې هم وکېندل شي او ورسره به د استخراج په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.»

رسمي سروې ګانې ښيي، افغانستان کې د نفتو ۲۰۰ زره کیلومټره مربع زېرمې شته چې په استخراج سره به یې افغانستان د نفتو له پلوه پر ځان بسیا شي.

همدارنګه، قېمتي ډبرې د افغانستان بله لویه پانګه ګڼل کېږي. زمرود د کاني زېرمو یو له هغو ګران بیه منرالونو دی چې په نړۍ کې ځانګړی نوم لري.

 چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې نږدې ۸۰ زره قیراطه زمرود د پنجشیر ولایت له کانونو استخراج او پلورلي دي..

د کانونو او پټرولیم وزرات ویاند همایون افغان په دې اړه وايي: « تر اوسه په ۲۵ داوطلبیو کې شاوخوا ۷۸ زره قیراطه زمرود چې ټولیز ارزښت یې ۵.۵ میلیونه ډالره کېږي، پلورل شوي چې په کې د دولت ونډه ۱۰ سلنه وه او پاتې ۹۰ سلنه کان کېندونکو ته ورکول کېږي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو قوانینو د تدوین خبره هم کوي او وايي، د کانونو په برخه کې ګڼ شمېر نوي قوانین ترتیب شوي او د توشېح په موخه د اسلامي امارت مشرتابه ته لېږل شوي دي.

 د دوی په خبره، په دغو قوانینو کې د جامدو منرالونو د استخراج قانون، د نفتو د استخراج قانون او همدا راز د ټاپي پروژې د ځمکو د استملاک قانون په کې شامل دي.

د کانونو وزارت د مالوماتو له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې۱۵۰ زره کسان د کانونو د کېندنې په برخه کې کار کوي چې ډېری یې د سکرو، نفتو او د زمردو په کانونو کې پر کارونو بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

سپتمبر 22, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist