Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ډېسمبر ۹ مه؛ د نسل وژنې مخنیوي له نړیواله ورځې سره برابره ده

د ډېسمبر ۹ مه؛ د نسل وژنې مخنیوي له نړیواله ورځې سره برابره ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/10

په نړۍ کې د ډله ‌ييزو وژنو زیاتې بېلګې موجودې دي. له افریقايي تورپوستو نيولې بيا شمالي امریکا کې تر بومي سور پوستو، بوسنیایانو او فلسطینيانو پورې.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې ځينې هېوادونه او نړيوال سازمانونه چې ځان د بشري حقونو مدافعان بولي، په بېلابېلو هېوادونو کې د نسل او ډله ‌ييزو وژنو په تړاو تبعيضي ليد لوري لري.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « د افریقايي تورپوستو نسل وژنه، په شمالي امریکا کې د اصلي سور پوستو نسل وژنه، په اسلامي نړۍ کې د فلسطینیانو نسل وژنه، په یوګوسلاویا او بالکان کې د بوسنیایانو نسل وژنه او نور. د دې ټولو تر شا د غربي نړۍ د ابرقدرتونو مستقیم یا غیر مستقیم لاس دی. هغه څوک چې نن د بشري حقونو یا نسل وژنې تعریفونه کوي، هغوی د همدغو نسلونو قاتلان دي. نړیوال عدالت هغه مهال پلي کېدای شي چې دا ابر قدرتونه د نورو هېوادونو په څېر نړیوال نورمونه ومني، د کوچنیو مظلومو هېوادونو حق ورکړي او د نورو پر حاکمیت باندې له تعرض او اشغال ډډه وکړي.»

ځينې نور بيا وايي، يو شمېر هېوادونه او نړيوال بنسټونه د بشري حقونو مساله د سياسي ابزارو په توګه کاروي.

دوی زیاتوي، که دغه هېوادونه په واقعي مانا د بشري حقونو تامین او د نسل وژنې مخنیوی غواړي، نو د فلسطینيانو د نسل وژنې مخه دې ونیسي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « کوم ظلم چې اسراییلو د فلسطین پر مظلوم ولس باندې روان کړی، د بشري حقونو مدافعان چېرې دي چې پر اسراییلو غږ وکړي چې دا نسل وژنه بنده کړي. دا هسې یو شعار دی او زه فکر کوم که چېرې دوی واقعا ً د بشري حقونو مدافعان وي، لومړی باید د اسراییلو د روان ظلم مخه ونیسي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « مثال یې لکه پر غزې، فلسطین او لبنان د اسراییلو برید. یوازې په غزې کې اسراییلو څه باندې ۴۰ زره ماشومان ووژل. ولې امریکا یا نور زبرځواک هېوادونه لاهم د اسراییلو ملاتړ کوي. دلته سیاسي اهداف دي، انسان ته، انسانیت ته هېڅوک درناوی نه لري.»

د نسل وژنې د مخنیوي نړیواله ورځ په ۱۹۴۸ زېږدیز کال کې تصويب شوه او۱۹۵۱ زېږدیز کال کې یې په عملي توګه قانوني بڼه خپله کړه او له هغې راهيسې هر کال په ټاکلې ورځ نمانځل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist