Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې ۱۶۸ پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې ۱۶۸ پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/03

د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۶۸ پرمختیايي پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

 د دې ولایت د ځایي مسوولینو په خبره، په دغو پراختیايي پروژو کې د کلیوالي سیمو اساسي اړتیاوو ته په کتو، بېلابېلې پروژې شاملې دي.

 د پکتیا کلیو پراختیا رییس خان محمد احمد وايي: « دا ۱۶۸ پروژې په ۵۵ کلیو کې د ۲۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت تطبیق شوې دي.»

د پکتیا مرستیال والي انعام الله صلاح الدین وايي: « هڅه کوو د خلکو غږ تر موږ پورې را ورسېږي او موږ یې هم غږ واورو او رسېدنه ورته وکړو.»

که څه هم دغو پرژو ته د سیمې خلک خوښ دي، خو په ورته مهال له مسوولو ادارو غواړي چې په لرې پرتو سیمو کې دا ډول نورې پروژې هم پلې کړي.
د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي محمد وايي: « د دې پروژو له پرانیستلو سره زموږ خلکو ته ګڼ سهولتونه رامنځته شوي دي. په دې کې هم نرانو، هم ښځو او هم نورو کسانو ته اسانتیاوې شته دي.»

د زرمت اوسېدونکی حاجي نورالدین وايي: « دا لومړی ځل دی چې دومره ډېرې پروژې په زرمت ولسوالۍ کې پلې کېږي. که څه هم دا پروژې د خلکو ټولې اړتیاوې نه پوره کوي، خو د دې په پرانیستلو سره به ډېرې ستونزې رفع شي.»

یادې پروژې چې په کې زرګونه خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه، په مستقیم او غیر مستقیم ډول به ترې زرګونه کورنۍ ګټه واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist