Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ولسمشر غني د لوړې مراسم وځنډېدل

admin by admin
2020/02/25

ارګ وايي، ولسمشر غني له سیاسیونو، قومي مشرانو او نړېوالو شریکانو سره له مشورو وروسته پرېکړه کړې چې د لوړې مراسم د کب یا حوت میاشتې تر ۱۹ مې وځنډول شي.

ارګ وايي، (( د کرونا ویروس د خپرېدو اوازې، د بهرنیو لوړرتبه مېلمنو د راتګ لپاره د وخت کمی او مراسمو لپاره د لا ډېر تخنیکي چمتوالي اړتیا، د دې سترې ملي برنامې د ځنډ اساسي لاملونه دي. د افغانستان جمهور رئیس د شریف ملت د حوصلې او د هیواد د لوړو مصالحو په اړه د دوی د ژور درک مننه کوي.))

له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې سره په کتنه کې ویلي، چې د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم ۱۵ ورځې ځنډول شوي.

زلمي خلیلزاد له ډاکتر عبدالله عبدالله غوښتي چې د والیانو له ګمارنو  لاس واخلي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم د رهبرۍ غړي فضل احمد معنوي ویلي؛ خلیلزاد په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې دواړه خواوې باید د سولې پر پلاوي ګډ کار وکړي.

خو د ارګ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ددې خبر د رد یا تائید په اړه څه ونه ویل.

سرچېنې د مراسمو د ځنډولو لپاره بل دلیل دا ښودلی چې دا به د امریکا په مشرۍ د سولې پروسه وننګوي.

افغان حکومت د لوړې مراسمو لپاره یو دولتي کمېسیون هم اعلان کړی و او د تیرې یکشنبې په ورځ یې لومړنۍ ناسته هم درلوده.

چين بیا ویلي، افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره له اړوندو غاړو او نړیوالې ټولنې سره کار کولو ته چمتو دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان کې د سولې مذاکراتو په اړه له اړوندو خواو سره اړیکې او همکاري لري.

تېره ورځ چین ویلي، د افغانانو په مشرۍ د سولې او بیا پخلاینې د ټول شموله بهیر ملاتړ او د امریکا او طالبانو ترمنځ د ممکنه تړون د لاسلیک هرکلی کوي.

غربي رسنیو د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې په اوسني حساس وخت کې د لوړې مراسم د روان ټاکنیز کړکیچ او د امریکا په مشرۍ  د سولې د روانې پروسې په ګټه نه دي.

ارګ تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو موثقه حکومتي سرچینه وايي، امریکا تر اوسه د ځنډ هدف نه دی روښانه کړی، که هدف د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره وي، نو امکان شته چې ځنډ راشي خو که هدف بل وي ځنډ نشي راتللی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist