Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د هرات چارواکي: ډېر ژر به د تاریخي ابداتو برخه کې د  نیمه پاتو پروژو چارې پيل شي

admin by admin
2021/09/07

د هرات ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست مسوولین وايې ډېر ژر به دغه ولایت کې د تاریخي ابداتو په برخه کې د نیمه پاته پروژو چارې پيل او هم به د تاریخي ودانیو د ارزونې او بیارغونې کارونه پیل کړي.

 دوی وايي، هرات د تاریخي ابداتو له اړخه ځانګړی ارزښت ورته لري او ډېر ژر به په دې برخه کې یو لړ ګامونه واخلي .

د هرات د اطلاعاتو فرهنګ سرپرست نعیم الحق حقاني وايي:«  ځیني پروژې نیمه کاره دي. د وروستیو تحولاتو له امله يې چارې ځنډیدلي دي. موږ په ډېر شدت سره کارکوو، ترڅو د دغو پروژو چارې بېرته پيل شي.»

حقاني وايي، هغه تاریخي ځایونه،چې امنیتي ساتونکوته اړتیا ولري، ورته به امنیتي ساتونکي په دنده وګوماري.

د هرات طلاعاتو فرهنګ ریاست د  ګرځندوی آمر وايي:« په ښار او ولسوالیو کې سلګونه تاریخي آبدې دې ته اړتیا لري،چې بیا ورغول شي. ځیني يې اساسي جوړونې او ځیني نورې يې مرمت او ترمیم ته اړتیا لري.»

د اطلاعاتو  او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د تاریخي ودانیو په اړه يې ارزونه پيل کړې،چې د بیارغونې او ترمیم په اړه به يې وروسته اجرآت ترسره کړي.

هرات ښار او ولسوالیو کې شااوخوا اته سوه اویا تاریخي ودانۍ دي،چې ډېری يې بیارغونې او ترمیم ته اړتیا لري.

دوی وايي،  نه یوازې د تاریخي آبداتو بلکې نورو برخو کې هم هڅه کوي،چې د مخکني حکومت نیمه پاتې پروژې بشپړې کړي.

د والي مرستیال مولوي شېراحمد مهاجر وايي:« اسلامي امارت اوس هم له دوی سره همکاره دی. په دي برخه کې پروګرامونه لرو،کارونه پيل کېږي، کوم عام المنفعه پروژې چې دي، هغه باید وساتل شي او هغه پروژې چې کارونه يې نیمګړي پاتې دي، د هغوی کارونه پيل کوو،ترڅو پای ته ورسیږي.»

باور دا دی که چېرې هېواد کې تاریخي ودانۍ او نور فرهنګي آثار ورغول شي او امنیت یې  تامین شي، نو ګڼ شمېر سیلانیان به د لیدلو لپاره هېواد ته راشي،چې ورسره سم به په ملي عوایدو کې هم زیاتوالی راشي.

هرات د هېواد پر کچه د ګڼو تاریخي ودانیو، علم، ادب او معرفت په برخه کې ځانګړی ځای لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist