Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات صنعتي ښارګوټي د هېواد د اړتیا وړ ۷۰ سلنه خوراکي توکي تولیدوي

د هرات صنعتي ښارګوټي د هېواد د اړتیا وړ ۷۰ سلنه خوراکي توکي تولیدوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/19

هرات کې د خوراکي توکو د تولید له ډېرېدو سره له بهر څخه د ورته او مشابه توکو واردات کم شوي.
په دې ولایت کې د خوراکي توکو تولیدونکو او واردونکو ټولنې مسوولین وایي، اوسمهال هرات ولایت کې یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د توکو واردولو په ځای په کور دننه د خوراکي توکو تولید ته مخه کړې او ورسره دا مهال د هرات صنعتي ښارګوټي کې د تولیدي فابریکو له لارې د هېواد شاوخوا۷۰ سلنه اړتیاوې پوره کېږي.

د هرات خوراکي توکو تولیدوونکو او واردوونکو ټولنې رییس محمد کبیر اکبرزاده وايي: « یوازې هرات ولایت کې زموږ د خوراکي توکو تولیدوونکي شرکتونه تر ۲۵۰ پورې رسېږي. په دې هره یوه شرکت کې له ۲۰۰ تر ۱۵۰۰ تنو پورې کار کوي. په ټولیزه توګه ویلی شم چې دا مهال د هرات خوراکي توکو په تولید کې تر ۲۵ زرو پورې خلک په کار بوخت دي.»

په همدې حال کې، یو شمېر صنعتکاران  لا هم ټینګار کوي چې که مسوولې ادارې ورسره همکاري ډېره کړي، په یاده برخه کې به د هېواد ټولې اړتیاوې له داخلي تولیداتو پوره کړي.

صنعتکار سید آقا فرزان وايي: « زموږ د فعالیتونو دایره نه یوازې افغانستان پورې محدوده نه ده بلکې  د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هم صادرات لرو. له نېکه مرغه بهرنیو هېوادونو کې ښه مشتریان لرو او زموږ څښاک توکي په ګاونډ او نړۍ کې ښه مارکېټ لري.»

صنعتکار ادریس میرزاده وايي: « د خوراکي توکو د تولید په برخه کې ټول افغانستان تر پوښښ لاندې لرو او تمه لرو چې ډېر ژر بشپړې ځان بسیاینې ته ورسېږو.»

صنعتکار عزیزالله نادم ‌زاده وايي: « موږ هره ورځ د ګوارا په نوم لس ټنه کوچ تولیدوو. دا مهال زموږ نوي ماشینونه د نصب کېدو په حال کې دي او تمه لرو چې دا تولید تر ۶۰ ټنو پورې ورسوو. همدارنګه ټاکل شوې تر راتلونکو ۲۰ ورځو د خوراکي غوړیو تولید هم پيل کړو.»

بله خوا، د هرات ځایي مسوولین له صنعتکارانو او سوداګرو د ملاتړ ډاډ ورکوي او له پانګوالو غواړي چې هېواد کې د پانګونې لپاره رامنځته شویو فرصتونو څخه ګټه واخلي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په هرات ولایت کې له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ پورې د خوراکي توکو تولیدي فابریکې فعالیت لري چې په کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول له ۲۰ زرو ډېر کسان کار کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist