Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ننګرهار لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتي شبکو له فعالیته شکایت کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/25

د ننګرهار ولایت د یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو خلک په تېرو شل کلونو کې د روغتیا بیا رغونې، ښوونې او له ډېرو هغو خدمتونو محروم پاتې شوي،چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې دي.

له دې ټولو سره سره مخابراتي خدمات هم  هغه څه دي،چې د اوسني عصر اړتیا ده،خو د دې کلیوالو سیمو خلک ورته ډېر کله لاس رسی نه لري.

د ننګرهار ولایت د  لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، اوس یې سیمې  امن دي او له خصوصي مخابراتي شبکو غواړي،چې کړې ژمنې ورسره پوره کړي.

د  ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« دلته د مخابراتي شبکو فعالیت ډېر کمزوری دی. انټرنیټي چوپړتیاوې  هم کمزورې دي،چې له امله یې خلک ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.» 

د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« دلته مخابراتي شبکې سم کار نه کوي. انټرنیټي خدمات هم ډېرې ستونزې لري. دغه راز د اړیکې نیونې برخه کې هم ستونزې شته دی.»

د شیرزادو اوسېدونکي وايي، د جګړو پرمهال د مخابراتي شبکو کارونه ټکني وو او اوس چې  امنیت تامین دی،په هغو سیمو کې چې زیات وګړي یې له انټرنټي خدمتونو بې برخې دي د مخابراتي شبکو له مسولینو غواړي،چې کړې ژمنې ورسره عملي کړي.

 د شېرزادو ولسوالۍ یو تن  اوسېدونکی وايي:«  وړاندې امنیتي ستونزې وې. د امنیتي ستونزو له امله یې نه شوی کولای،چې دلته ت ترې جي فعاله کړي. اوس امنیتي ستونزې هم نشته دی، خو بیا هم ورته پاملرنه نه کېږي.» 

خلک  ګواښ کوي، که یې د مخابراتي شبکو مسولین ستونزې حل نه کړي،دوی به بیا دودیزه پرېکړه د یادو شبکو د تړلو په تړاو کوي.

د شېرزاد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« که چېرې  مخابراتي شبکې شته ستونزو ته رسېدنه نه شي کولای، نو ښايي دا شته پایې یې هم ختمې شي. ځکه ګټه نه کوي او نه هم څوک ترې استفاده کولای شي.»

اخوا د ننګرهار د مخابراتو مشر ذبیح الله ذکي هم د خلکو ستونزې په یو شمېر ولسوالیو کې مني او د حل ډاډ ورکوي.

ذکي زیاته کړه:«  ډېر ځایونه شته،چې مخابراتي خدمات په کې نه شته دی. هغه سیمې مو مشخصې کړي دي. په نوي کال کې اسلامي امارت پلان لري، هغو سیمو کې چې مخابراتو خدمات په کې نه شته دی، باید مخابراتي خدمات ورته ورسېږي.» 

که څه هم له یوه  لورې په افغانستان کې د مخابراتي شبکو په ټولو برخو کې بیې دومره لوړې دي،چې ان د ډېرو خلکو له وسه پوره نه دي،چې ډېرې اړیکې وکړي او یا هم انټر نیټ وکاروي او له بل لورې یې خدمات دومره کمزوري دي،چې په ډېری کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې سم کار نه کوي،چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist