Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د نظامي امر بالمعروف مسوولین: د ا.ا یو سرتېری هم د نورو ادارو په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/08

د نظامي امر بالمعروف د منکراتو د ازالې مشر مولوي راز محمد  د سه شبنې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۱۶ مه» د کابل ښار شپږمې حوزې له ځواکونو نه لیدنه وکړه.

راز محمد وايي، داسلامي امارت هېڅ نظامي کس حق نه لري،چې د نورو چارو کې لاسوهنه وکړي او په نظام کې ګډوډي رامنځته کړي.

 هغه  سپارښتنه وکړه،هر نظامي کس باید خپل مسوولیت وپېژني،هغه په سمه توګه یې ترسره کړي او له هېڅ قانون باید سرغړونه ونه کړي، که نه زندان به یې ځای شي.

رازمحمد وايي:« څومره راته محترم یې،چې څومره دې لحاظ کړم، خو د الله د حکم په مقابل کې د نظام د موادو او فرماینو په مقابل کې بیا یوه زره لحاظ هم نه کوم او که د یوه حکم په نقض سره ته د بند مسحق شوې،بیا به زندان ته ځې.»

راز محمد وايي،که په  استثنایي حالت کې که کومه اداره له نظامي کس همکاري وغواړي،بیا دې ورسره بشپړه همکاري وکړي.

 هغه  د اسلامي امارت ځواکونو ته سپارښتنه وکړه،چې د خپلو مسولیتونو سرته رسولو لپاره وخت په نظر کې مه نیسئ. 

رازمحمد زیاته کړه:« نظامیان ملګري باید په دې باندې پوه شي،چې د امر بالمعروف یا د نورو ارګانونو په کار کې لاسوهنه  ونه کړي، د دغه کار لپاره باقاعده مسوولین ګومارل شوي دي. د ښار د امر بالمعروف لپاره د ولایاتو د امر بالمعروف لپاره مستقل تشکیلات جوړ شوي دي او هغوی به ان شاءالله د حکمت له لارې هغه خپل کار پر مخ بیایي.»

په ورته مهال د اسلامي امارت نظامي منسوبینو ژمنه وکړه،چې خپل مسوولیت به په سمه توګه سرته رسوي او د نورو ادارو په چارو کې به لاسونه نه کوي او د خپلو مشرانو اطاعت به کوي.

د شپږمې امنیتي حوزې  یو سرتېری وايي:« ان شاءالله کومې خبرې چې دوی کوي،موږ به د دوی له امر سره د یوې زرې په اندازه هم مخالفت نه کوو،ځکه چې اسلامي امارت مخته روان دی نو پواسطه د اطاعت روان دی او اطاعت چې نه وي،نو اسلامي امارت هېڅکله مخته تللی نه شي.»

نظامي امربالمعروف وایي،د ټولو نظامیانو لپاره یې تګلاره د کوچني کتاب په څېر چاپ کړې،چې باید د هر سرتیري په جیب کې وي او په ټولو قوانینو یې ځان پوه کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی
افغانستان

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

جولای 20, 2026
چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

جولای 20, 2026
شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي
افغانستان

شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

جولای 20, 2026
د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي
افغانستان

د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

جولای 20, 2026
د افغانستان – پاکستان سوداګري تر ټولو ټیټ حد ته ښکته شوې
افغانستان

د افغانستان – پاکستان سوداګري تر ټولو ټیټ حد ته ښکته شوې

جولای 20, 2026
حنفي: د منکراتو  مخنیوي لپاره د علماوو او ولس همکاري اړینه ده
افغانستان

حنفي: د منکراتو مخنیوي لپاره د علماوو او ولس همکاري اړینه ده

جولای 19, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي

افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي

جولای 20, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

جولای 20, 2026
چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

جولای 20, 2026
شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

جولای 20, 2026
د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

جولای 20, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist