Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملګرو ملتونو ناسته کې د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/03/08

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشر حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ د بشر حقونو  ۵۲ناستې په ۱۴مه جلسه کې افغانستان کې بشري وضعیت ګواښوونکی بللی او د سرپرست حکومت په وروستیو پرېکړو یې سختې نیوکې کړي.

بېنېټ زیاته کړې:« افغانستان کې نوی ښوونیز کال راتلونکو دوه اوونیو کې پیل کیږي، د هلکانو ترڅنګ باید نجونې هم خپلې زده کړې بیا پیل کړي او د نارینه ‌و، ترڅنګ ښځې باید پوهنتونونو ته لاړې شي. د زده کړو کیفیت هم ډېر اړین دی. ماشومان د افغانستان راتلونکی دی. یواځې د ښوونیزو مرکزونو پرانېسته مهمه نه ده،بلکې د زده کړو کیفیت هم باید تضمین شي.» 

بشرحقونو ناستې په لړ کې د ځینو هېوادونو استازو هم د ښځو کار ترڅنګ نجونو زده کړو باندې وروستي محدودیتونه غندلي او له سرپرست حکومت یې د دې پرېکړو بېرته اخېستلو غوښتنه کړې.

ورته مهال د افغانستان دوه ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران بیا افغانستان کې بشري او د خلکو اقتصادي وضیعت د اندېښنې وړ بللی.

ایران د روان وضعیت پړه امریکا او ملاتړي یې بللي.

پاکستاني استازي بیا  ۹۷سلنه افغانان له فقر سره مخ بللي او غوښتنه یې کړې، چې روان وضعیت مهار لپاره باید نړیواله ټولنه ګوټلي ګامونه واخلي.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازی:« موږ افغانستان کې د خلکو د بشري وضعیت په تړاو ژوره اندېښنه لرو. دغه وضعیت د امریکا او متحدینو د شل کلن پوځي حضور له امله منځته راغلی دی. د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ پر ځای نړیواله ټولنه د امریکا له لوري د افغانستان د خلکو د منابعو د چور شاهده وه.»

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی:« موږ هم لومړنیو زده کړو ته د افغان نجونو او ښځو د لاس رسي په تړاو خپله اندېښنه شریکه کوو. موږ پر افغان چارواکو غږ کوو،ترڅو د افغانستان د نړیوالو بشري اړتیاوو په چوکاټ کې زده کړو ته د ټولو لپاره مساوي حقونو ته د لاسرسي زمینه برابره او تضمین کړي. بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی،د اوس لپاره نږدې ۹۷ سلنه افغانان له فقر کړیږي او شااوخوا ۲۲ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي.» 

ومو غوښتل د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي او د ځینو هېوادونو استازو د څرګندونو او اندېښنو په تړاو د اسلامي امارت نظر هم ولرو، خو په دې هکله یې نظر شریک نه کړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش د ښځو وضعیت کمېسیون ته په وینا کې ویلي، له افغان ښځو اساسي حقونه اخېستل شوي، نجونې او ښځې بنسټیز بشري حقوق لري او موږ به یې د خوندیتوب لپاره هېڅکله له مبارزې لاس وانخلو. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

سپتمبر 22, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist