Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملامحمد عمر مجاهد د مور جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د ملامحمد عمر مجاهد د مور جنازه خاورو ته وسپارل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/15

د طالبانو اسلامي تحریک او په هېواد کې د اسلامي امارت بنسټ اېښودونکي ملامحمد عمر مجاهد د مور بي بي د دعا یا فاتحې مراسم به سه شنبه په کندهار کې د عمر په جامع جومات کې ترسره شي.

د اسلامي امارت ځینو جګپوړو چارواکو د ملا محمد عمر مجاهد د مور بي بي د وفات له کبله د تسلیت پیغامونه استولي او د مرحومې د مغفرت دعای یې کړې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه پیغام کې په دې اړه د خپل تسلیت په وړاندې کولو سره ویلي، د ملا محمد عمر مجاهد مور د شنبې په ورځ ناوخته وفات شوه او یکشنبه د کندهار په عیدګاه کې د جنازې د لمانځه له اداکولو وروسته خاورو ته وسپارل شوه.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند ویلي: « د ملا محمد عمر مجاهد د مور بي بي د جنازې په مراسمو کې د اسلامي امارت او د کندهار لوړ پوړو ځايي چارواکو او یو زیات شمیر عامو خلکو ګډون کړې وو. د مرحومې لپاره د دعا یا فاتحې مراسم به د سه شنبې په ورځ په کندهار کې د عمر په جامعه کې د یوې ورځې لپاره واخستل شي.»

همداراز د اسلامي امارت یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو هم د هېواد دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د دوی کورنۍ ته د ډاډ ګېرنې او تسلیت پیغامونه استولي دي.

په دې پیغامونو کې د ملا محمد عمر مجاهد مور بي بي د نازو انا چې میرویس نیکه یې زیږولی و او زرغونه انا چې احمد شاه ابدالي یې زیږولی و، ورته یوه مېړنۍ مېرمن بللې او ویلي یې دي چې مرحومې خپل زوی داسې وروزلو چې په هېواد کې یې د اسلامي نظام بنیاد کېښود او د شرعیت قانون یې نافذ کړ.

د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور وايي: « غواړم په دې فرصت کې د خپلې همدردۍ او تسلیت پیغام د هېواد دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د دوی محترمې کورنۍ، د اسلامي امارت مشرتابه او ټول ملت ته وړاندې کړم. ملا محمد عمر مجاهد د صلیبي ِیرغل پر وړاندې په حکمت او تدبیر او فراست سره مجاهدین منظم کړل او د سپېڅلي جهاد مرچلو ته یې سوق کړل او په خپله ایماني جزبه یې یرغلګرو له خاورو سره خاورې کړل.»

د یادونې وړ ده چې ملا محمد عمر مجاهد، په نویمه لسیزه کې هغه مهال چې هېواد د کورنیو جنګونو په اور کې سوځېده، عام خلک د بېلابېلو ډلو او قومندانانو له خوا ځورول کېدل، کور، مال او ځان یې خوندي نه وو او په ټول هېواد کې پاټکونه پراته وو، د یاغي ډلو په وړاندې راپور ته شو او په ډېر کم وخت کې یې اتیا سلنه خاوره د طالبانو د اسلامي تحریک تر کنټرول لاندې راوسته.

ملا محمد عمر مجاهد په هېواد کې د اسلامي نظام په واکمنولو سره اسلامي شرعیت نافذ کړ او بې سارې سوله یې ټینګه کړه. 

دا نظام بیا وروسته د نړیوالو دسیسو په نتیجه کې هېواد یوځل بیا د بهرنیونیانو له خوا تر یرغل لاندې راغی، خو وروسته له شل کلنې مبارزې دا دی یو ځل بیا په هېواد کې اسلامي نظام واکمن او د شرعیت قانون نافذ دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist