Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د فیضاني ۴۹ تلین په مناسبت ناسته؛ ګډونوالو د فرد او ټولنې پر اصلاح ټېنګار وکړ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/19

په کابل  کې نن یکشنبه د «۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۲۸ مه » د مبارز انسان علامه عطاءالله فیضاني د ۴۹ م تلین په مناسبت ناسته جوړه شوې،چې ګډونوالو په کې د فرد او ټولنې پر اصلاح  ټینګار  وکړ.

د ناستې ګډونوال وايي، فیضاني فرد نه، بلکې یو فکر و،چې د غوښتل یې خلک له خدای سره وصل کړي.

دوی د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه وکړه،چې چې کار اهل کار ته وسپاري او سپارښتنه یې وکړه،چې په تاوتریخوالي او د نورو پر حذف ټولنه نه جوړېږي.

د پوهنتون استاد سید احمد کاظمي وايي:«په تاوتریخوالي، تبعیض، د نورو پر حذف او د توپک په میل پرمختللې ټولنه نه جوړېږي.»

د ناستې ګډونوال وايي، په ټولنه کې باید عدالت پلی شي او د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کار وشي.

دوی وايي، که سیاسي پوستونو کې هر څوک وي، پروا نه کړي، خو مسلکي پوستونه باید اهل کار ته وسپارل شي.

د پوهنتون استاد سید مبین هاشمي  وايي:« تېرو شل کلونو کې هم ټامیان راغلي وو، یو کس به طب ویلی و، په لوی پوسټ کې به یې کار کاوه، بل به کمپیوټر ساینس ویلی و، امنیت شورا کې به یې کار کاوه، دا په هر ځای کې دی . موږ د چا پر سیاسي پوستونو کې کار نه لرو، خو په هغه پوستونو کې چې تخصص په کار وي، پوهه او تجربه کار وي، نو ښه ده، چې مسلکي کسان هلته وګومارل شي.»

اسلامي امارت بیا تل ټینګار کړی دی،چې په نظام کې ټولو ته ځای شته دی،خو لا هم د ټول شموله حکومت پر سر د اسلامي امارت او نړیوالو تعریف یو نه دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist