Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د عصري کرنې هڅه؛ ګلران کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مدیریت پروژه پلې شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/09

د هرات په ګلران ولسوالۍ کې د «عصري کرنې» پروژه د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت عملي شوه.

محلي مسوولین وايي، په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون، د اورښت او اوبو کموالي له امله د کرنې سکټور زیانمن شوی او دا پروژه یې د اوبو زېرمه کولو او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د اغېزناکې مبارزې په موخه تطبیق کړې ده.

هرات کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس احمد راشد وايي: « موږ د ګلران ولسوالۍ په یوه کلي کې دا پروژه پلي کوو. دا پروژه دوه فازه لري؛ لومړی فاز یې له چې وینئ د اوبو زېرمه کوونکی بند دی او کارونه یې بشپړ شوي، دویم فاز یې کرنه او عصري کرنه ده چې په تړاو یې ۳۱۰ تنه سروې شوي او هر نفر ته ۲۵ زره افغانۍ د پستې د  باغونو او ځنګلونو جوړولو لپاره ورکول کېږي.»

د ګلران اوسېدونکي وایي، د اوبو بند جوړول، خلکو ته د پستې نیالګیو وېشل او د پایدارې کرنې روزنیز پروګرامونه به له دوی سره مرسته وکړي چې د اوبو سرچینې په ښه توګه مدیریت او د اقلیم ‌بدلون پر وړاندي مقاومتي کرنیزې طریقې وکاروي.

کروندګر محمد نادر وايي: « زموږ اوبه هسې وړیا ترکمنستان ته روانې وې. اوس چې دا بند وتړل شو، له اوبو به یې زموږ خلک ګټه واخلي. موږ د دې پروژې له امله د سرې میاشتې مننه کوو.»

کروندګر خان محمد وايي: « سرې میاشتې موږ ته داسې کار وکړ چې تر اوسه د ټول هرات په کچه نه دی شوی. د دې بند په جوړېدو سره به زموږ ډېر ځمکې خړوبې شي، همدارنګه زموږ باغداري، مالداري او نورې چارې به له ستونزو وژغورل شي.»

په دې پروژه کې د اوبو زېرمه کوونکی کوچنی بند هم شامل دی چې د ۳۶ متر اوږدوالي  او ۷ متر جګوالي لري او کولی شي چې ۱۵ زره متر مکعبه اوبه زېرمه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist