Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د زابل چارواکي: پر اړمنو کورنیو د مرستو وېش لړۍ د شفافیت په موخه څارل کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/09

د زابل ولایت  د پېښو ورړاندې د چمتوالي ادارې مشر مولوي راز محمد خالد وايي،د  بې وزله او  جګړه ځپلو کورنیو سره د مرستې لړۍ د شفافیت په موخه د ځانګړي ټاکل شوي پلاوي له لورې په پوره جدیت سره څارل کېږي.

خالد زیاته کړه:« د سروې او وېش پر مهال پوره شفافیت موجود دی، د همدې شفافیت لپاره مو د اړوند سيمو د ملا امانو،د ولایت استازو او نورو اړوند ارګانونو یو ګډ پلاوی د مرستې دغه بهیر څاري. موږ پوره هڅه کوو،چې مرستې مستحقو کورنیو ته ورسېږي.» 

اخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ادارې مشر حمد الله صمیم بیا وايي، په دغه ولایت کې د تېرو جګړو تر  څنګ د سختې او اوږدې  وچکالۍ له امله د ۳زره بې ځيایه شویو کورنیو تر څنګ زرګونه نورې غربت ځپلې کورنۍ هم شته دی، چې اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري.

صمیم زیاته کړه:« زموږ د رسمي  شمېرو له مخې، د تېرو جګړو او وچکالۍ له امله  ۳زره کورنۍ بېځایه شوي دي. د  دغو کورنیو تر څنګ مو زرګونو نورو کورنیو ته هم مرستې رسولي دي.»

په همدې حال کې هغه کورنۍ چې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې يې تر لاسه کړي، د مننې تر څنګ د مرستو د زیاتېدو او دوام غوښتنه کوي.

د زابل ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« موږ د یادو مرستو له امله مننه کوو. موږ ډېر خوښ یو،خو دغه مرستې لنډ مهاله دي. موږ غوښتنه کوو،چې یادې مرستې دې زیاتې شي.»

تر دې وړاندې د دغه ولایت چارواکو خبر ور کړی وو،چې له تېرو شپږو میاشتو  راهیسې يې تر اووه زرو زیاتو کورنیو ته مرستې رسولي او د مرستو رسولو دغه لړۍ لا هم دوام لري.

د مسوولینو په خبره، یادې مرستې چې د نړيوالو مرستندویه ډلو له لورې تر سره کېږي، په کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو تر څنګ د نغدي پیسو مرستې هم شاملې دي.

 زابل، د هېواد  په سوېل کې هغه ولایت  دی،چې اوسېدونکي یې د تېرو جګړو تر څنګ وروستۍ وچکالۍ  هم سخت ځپلي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist