ننګرهار کې د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، ختیځ زون کې د څلور ورځو لپاره د پولیو ضد واکسینو کمپاین پيل شو.
دوی زیاتوي، د روان کمپاین په لړ کې به په ټول ختیځ زون کې یو میلیون او ٣٥٠ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.
د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف وايي: « په ننګرهار ولایت کې ۸۵۰ زره ماشومان واکسین کېږي. دا مهال د ګرمۍ له امله زموږ ډېر خلک کوښښ کوي چې کابل ته لاړ شي، کنه نو موږ له دې وړاندې تر ۹۵۰ زرو پورې ماشومان په دې کمپاینونو کې واکسینول. د ټول زون پر کچه به شاوخوا یو میلیون او ۳۵۰ زره ماشومان واکسین شي.»
مسوولین وايي، دوی یاد تعداد ماشومان د زرګونه رضاکارانو پر مټ واکسینوي او دغه راز به په یاده برخه کې عامه پوهاوی هم زیات کړي.
په ختیځ زون کې د کتلوي معافیت آمر ډاکټر حکم خان ګلابزی وايي: « د دې کمپاین لپاره شاوخوا ۳ زره ټیمونه جوړ شوي او دا به واکسین تطبیق کړي. له موږ سره په دې کمپاین کې ۴۱ تنه انکاري ماشومان هم شته چې د یونیسف په مالي همکارۍ به همکاري کوي. دغه راز د ۲ زره ۵۰۰ په شاوخوا کې خویندې هم شته چې په کمپاین کې به عام ولس ته عامه پوهاوی ورسوي.»
همدارنګه ختیځ زون کې د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د برخې مسوولین وایي، تېرو ۱۸میاشتو کې په ختیځه حوزه کې د پولیو کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې او زیاتوي چې نږدې ده ختیځ زون کې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه محوه شي.
ختیځ زون کې د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو برخې مسوول ډاکټر دانش وايي: « د ٢٠٢٤ کال له فبرورۍ راهیسې چې تقریبا ١٨ میاشتې کیږي، ختیځ زون کې کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې او دا ښکاره کوي چې دغه زون اوس له پولیو پاک دی. همدارنګه دا له پولیو ویروس سره په دې زون کې د مسوولینو او خلکو د مبارزې ښکارندیي کوي. زه تاسو ته د دې کار مبارکي درکوم.»
د کارپوهانو باور دا دی، که د پولیو برخه کې عامه پوهاوی زیات او د کورنۍ غړي پر وخت خپل ماشومان واکسین کړي، ښايي افغانستان هم د نړۍ د پرمختللیو هېوادونو په څېر له پولیو پاک اعلان شي.